انځورونه: د افغانستان زراعتي محصولات
په داسې حال کې ده چې د افغانستان څه د پاسه ۸۰ سلنه اوسیدونکي د کرهنې او مالداري په سکتور کې بسیا دی بیا هم دغه هیواد خپل د اړتیا وړ یوه برخه خوراکي توکي له بهرنیو هیوادونو څخه واردوی.
ډیری افغان بزګر په کال کې نه میاشتې شاقه کار کوي ترڅو د خپلې کورنۍ له پاره لومړني خوراکي مواد چمتو کړي.
د افغانستان د زراعت تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې تر اوسه پورې ماشینی شوی نه دی.
د افغانستان د کرهنې وزارت شمیرې ښيي چې دغه هیواد هر کال اووه میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري چې له اندازې څخه یې پنځه میلیونه خپله تولیدوي او نور له بهرنیو هیوادونو څخه واردوي.
د هغو بزګرو له پاره چې په سنتې توګه کار کوې د محصولاتو پروسس یو ستونزمن کار دی.
سنتي بزګر د تراکتورونو د رانیولو مالي توان نه لري او له همدې کبله یا غو هغه په کرایه نیسي او یا هم د څارویو په مرسته خپلې چارې پر مخ وړي.
د افغانستان د کرهنې په سکتور کې ډیر شمیر ماشومان هم بسیا دي.
د افغانستان د کرهنې وزارت شمیرې ښيي چې شاوخوا ۸۵ سلنه افغانان د زراعت او مالداري په سکتور کې په کار بوخت دي.
افغان حکومت وایي چې له ۱۳۸۱ کال راهیسې د کرهنې سکتور په تدریجي ډول وده کړې ده.
ډیر شمیر افغان بزګر د ورجې په کښت مصروفه دي.
افغانستان د میوو هیواد دي او ډیرې میوې په دغه هیواد کې تولیدیږي.
ځینې میوې له بزګرو سره خرابیږي د دې کار اصلي لامل د یخچالونو نه شتون دی.
د کندهار انار د ټول هیواد په کچه شهرت لري.
په تیره لسیزه کې به افغانستان کې د زعفرانو او سپینو لوبیا کښت ډیر شوی او د دې هیواد زراعت ته یې وده ورکړې ده.
اوس مهال افغان حکومت د دغه هیواد د کرهنې سکتور د ماشیني کولو هڅې پیل کړي دي.