انځورونه: د آلمان پېژندل سوی سياستوال شميت مړ سو
هيلموت شميت د فدرالي آلمان پنځم صراعظم وو. هغه تر اخري شیبې پوري قاطع پاته شو او بې پردې خبري یې وکړې. شميت د ۹۶ کالو په عمر مړ شو.
پر کړکیچونو لاس برتوب
هيلموت شمیت د آلمان د فدرالي جمهوریت پنځم صدراعظم وو. پر کړکیچونو باندي د لاس برتوب د موندولو سره د سوسیال دیموکرات گوند دغه سیاستوال دير ژر نړیوال شهرت پیدا کړ. هغه تر خپلې مړینې پوري هم د آلمان د یوه غوره سیاستوال او په حکومتوالۍ کې د برلاستوب سر ه خپل نوم خوندي وساته.
د سیلابونو په ترڅ کي پریکړن تصمیم
په ۱۹۶۲م کال کې همبورگ له یو دير سخت سیلاب سره لاس او گریوان شوو. دا د ۴۲ کلن شمیت له پاره چې په هغه وخت کې د کورنیو چارو وزیر وو، لومړی سخته آزمونیه وه. هغه پرته له کوم اداري خڼده د آلمان پوځیان د سیلاب ځپلو د ژغروني له پاره وگمارل. شمیت ددغه اقدام له پاره په د خپل هیواد او بهر کې وستایل شوو.
د فدرالي آلمان د سیاست د بریالیتوبونو پیل
هغه د ۱۹۶۹م کال د اکتوبر پر ۲۲ د ټول آلمان لومړي سیاسي مقام ته ورسید. هغه د سوسیال دیموکرات او د آزادو دیموکراتانو په ائتلافی حکومت کې د دفاع وزیر په توگه وټاکل شوو. هغه د عسکرۍ خدمت مکلفیت له ۱۸ میاشتو خخه ۱۵ میاشتو ته راکښته کړ. د ۱۹۷۱م کال څخه وروسته شمیت د ویلي برانت په حکومت کې د مالیې وزیر شو او په دې ترتیب سره يې د قدرت په مرکزي هسته کې ځای ونیو.
د صدراعظمۍ پیل
په ۱۹۷۴م کال کې ویلی برانت د صدارت له مقام څخه استعفا وکړه. شمیت د هغه ځای نیونکی شوو. په اقتصاد کې د لاس برتوب او ښه مدیریت په خاطر هغه شهرت پیدا کړ. خو هغه تل د خپل سوسیال دیموکرات گوند په دننه کې تر نیوکو لاندي وو. په خاصه توگه د گوند کیڼ اړخي د هغه د عمل پر بنسټ ولاړ سیاست سره خوښ نه ول.
د شمیت د ژوند پیاوړې ملگرې
د شمیت میرمن، «هنالوره لوکي» د هغه شخصي او سیاسي ژوند په محراق کې ځای درلود. دوی دواړو په ۱۹۴۲م کال کي واده سره وکړ. د هغوی زوی د څو مياشتو وو چي مړ شو. هلموت شمیت تر ۲۰۱۰م کال پورې چې «لوکي» مړه شوه، هغه سره د یو وفادار میړه په توگه پاته شوو.
هلموت شمیت او «آلمان غمیزه»
په ۱۹۷۷م کال کې د هنس مارتین شلایر میرمنې ته د شمیت تسلیت: د شمیت د حکومت یوه دردونکي پیښه: په هغه کې په آلمان کي د «سره لښکر فراکسیون» نومې تروریستی ډلې د کړکیچونو په مدیرت کې د شمیت توانمندي تر آزموینی لاندي راوسته. کله چې نوموړي ډلې د «لندسنهوت» نومې الوتکه د سومالیا پلازمینې موگه دیشو ته وتښتوله، شمیت پر الوتکې د پوځي هجوم امر صادر کړ.
د فرانسې په بغل کي
له سياسي پلوه شميت له گاونډي هيواد فرانسې سره ښې اړيکي لرلې. هغه دغه راز له امریکا متحدو ايالاتو سره خپلو اړيکو ته دوام ورکړ.
په ۱۹۷۰مه لسيزه کي د چاپيريال ساتني او سولي غورځنگ ښه پرمختگ وکړ. شميت د تل په شان د اټومي انرژۍ طرفداري کوله او په دې سره د سوسيال ديموکرات گوند په دننه او دباندي کي له سختو نيوکو سره مخامخ سو.
د صدارت مقام پای
په ۱۹۸۲م کال کي د آزاد ديموکراتانو سره د حکومت ائتلاف په آلمان کي مات سو. په دې سره نو د شميت صدراعظمي هم پای ته ورسېده. د آلمان د سوسيال ديموکراتانو گوند ۱۶ کاله اپوزيسيون وو. شميت له سياسته پر شا سو او د «دي سايت» اونيزي مجلې مسئوليت ئې پر غاړه واخيست.
متقاعد خو مطرح سیاستوال
هيلموت شميت تر وروستيو شېبو په کورني او بهرني سياسي بحثونو کي مداخله کوله. په ۲۰۰۵م کال يوې نظر پوښتني وښووله چي هغه په آلماني سياستوالو کي ډېر ستر مقام لري. په خپل گوند سوسيال ديموکرات کي هم له هغه سره هر وخت سلا کېده.