انځورونه: افغاني ورزشکاراني، پام چې ویې نه زوروي!
په افغانستان کې د رزمي ورزشکارو نجونو شمیر مخ پر ډیریدو دی. هغه هلکان چې پر واټونو نجوني زوروي باید پام وکړي او له دې کاره لاس واخلي ځکه کیدای شي چې د دغو نجونو د صبر کاسه ډکه شي.
په تیرو لسو کلونو کې تر افغانستان دباندي ډیر وخت د دغه هیواد د نجونو انځور له چادريو سره ښوول کیږي خو په دې هیواد کې د نجونو د ژوند یو بل اړخ هم شته.
په تیرو ۱۳ کلونو کې د افغان نجونو ژوند ډیر بدلون موندلی دی. که څه هم ستونزي شته خو هغوی اوس د پخوا په پرتله ډیره آزادي لري. د نجونو په ژوند کې د بدلون یوه بیلګه په همدې انځوریز رپوټ کې ښوول کیږي چې له رزمي ورزشونو سره د هغوی د لیوالتیا ډیریدل دي.
د هري ورځي په تیریدو سره په افغانستان کې د هغو نجونو شمیر ډیریږي چې رزمي ورزشونه کوي.
اوس د افغانستان په ډیرو لویو ښارونو کې د نجونو له پاره ځانګړي ورزشي کلپونه پرانیستل شوي دي. خو اوس هم په ټولنه کې د نجونو له ورزش سره مخالفتونه موجود دي.
په کلپونو کې ډیري نجوني نوي پیغلي وي. هر څومره چې د نجونو عمر ډیریږي په ټولنه کې د هغوی د ورزش پر وړاندې حساسیتونه هم ډیریږي.
د رزمي ورزشي رشتو په ډله کې سوک وهنه، کراته، تکواندو او جودو په نجونو کې محبوبيت لري.
تر ۲۰۰۱م کال مخکې افغان نجونو او ښځو نه شوای کولای چې له کوره ووزي کار وکړي او آن ښوونځیو ته ولاړ شي. سپورت خو لا پریږده چې نجونو خپلو ډیرو اساسي حقوقو ته لاسرسی نه لاره.
افغاناني په نړیواله سطحه د رزمي لوبو له ترسره کولو سره ډیر واټن لري خو لار یې پیل کړې او ډیري ورزشکاراني خپله راتلونکې روښانه ویني.
په واټونو کې د نجونو زورول په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده. که څه هم د دې ستونزې د له منځه تلو له پاره باید په ټولنه کې کار وشي خو رزمي ورزشونه له نجونو سره مرسته کوي چې د اړتیا په صورت کې له ځانه دفاع وکړي.
سپورټ ته د نجونو لاسرسی نه یوازي هغوی ته له ځان څخه د دفاع کولو امکان ورکوي، بلکې په عین حال کې د هغوی له روغتیا سره هم مرسته کوي.