اندونیزیا له المان څخه ټانکونه رانیسي
۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبهاعلان
اندونیزیا دا خبره تائید کړې ده چې پلان لري له المان څخه ۱۰۰ ټانکونه راونیسي. په جکارتا کې دولت د جمعې په ورځ ویلي دي چې د ټانکونو د اخیستلو موضوع د اندونیزیا د پارلمان له خوا منل شوې ده. په داسې حال کې چې د المان پارلمان هم په ورته وخت کې دغه مسله ومني خو لا تر اوسه دغه کار نه دئ تر سره شوی. د المان اپوزیسیون د دغه معاملې د تر سره کولو په سر خبرداری ورکړی دئ او په دې برخه کې د بشري حقونو په هکله اندیښنې په گوته کوي. د المان لیوپارد دوه، په نوم ټانکونه د نړۍ په سطحه په ښه جنگي ټانکونو کې شمیرل کیږي.