1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا ته د «پاکستان لیک» رسیدلی دی

۱۳۹۸ مرداد ۲۳, چهارشنبه

پاکستان د کشمیر د لانجمنې موضوع په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده. په وروستیو وختونو کې هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر څخه نیمه خپلواک حیثیت بیرته واخیست. په کشمیر کې اوس وضعیت ترینګلی دی.

https://p.dw.com/p/3NrfF
USA UN-Sicherheitsrat
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه خط کې لیکلي دي: «پاکستان کوم نوی کړکیچ نه لمسوي. که چیرې هند یو ځل بیا تاوتریخوالي ته مخه کړي، پاکستان به اړ وي چې له خپل ځان څخه د دفاع په موخه له ټولو امکاناتو کار واخلي.»

امنیت شورا ته د شاه محمود قریشي په لیک کې وړاندې راغلي دي چې د هند له لوري د کشمیر څخه د نیمه خپلواکه حیثیت بیرته اخیستل د «نړۍ د سولې له پاره یو خطر دی» او نه یوازې یې په کشمیر کې بلکې د کنترول کرښې په اوږدو کې د پاکستان لوري ته «جدي وضعیت» رامنځ ته کړی دی.

د څارونکو له نظره دا لا روښانه نه ده چې د امنیت شورا ۱۵ غړي به څه ډول دریځ غوره کړي. لا د شنبې په ورځ پاکستان اعلان کړی وو چې د خپل وړاندیز په برخه کې یې د چین ملاتړ تر لاسه کړی دی. چین د امریکا متحده ایالاتو، بریتانيا، فرانسې او روسیې تر منځ د امنیت شورا دایمي غړی دی. پولنډ اوس د امنیت شورا دوره یي مشري پر غاړه چې دایمي غړی نه دی.

د پولنډ د بهرنیو چارو له وزیر څخه خبریالانو یوازې دومره معلومات تر لاسه کړي دي چې له پاکستان «څخه یې یو خط تر لاسه کړی دی» او په دې «هکله به بحثونه او مناسبه پریکړه وشي.»

د هند د حکومت پریکړه

د پاکستان او هند تر منځ د وروستۍ ترینګلتیا د رامنځ ته کیدو سبب د نوي ډهلي د حکومت له لوري د دوی تر ولکې لاندې کشمیر څخه د نیمه خپلواکه حیثیت بیرته اخیستلو ته ورګرځي. پر دې سربیره داسې اندیښنې شته چې هند غواړي اکثریت مسلمان میشته سیمه کشمیر له هندوستان سره ادغام کړي چې زیاتره اوسیدونکي یې هندوان دي.

تر یوې اوونۍ زیاته موده کیږي چې په کشمیر کې تلیفوني، انټرنیټي او تلویزوني خدمات ځنډول شوي دي. پر دې سربیره په کشمیر کې پر ګرځیدو او د خلکو پر راټولیدو باندې هم محدودیتونه وضع کړی شوي دي. پاکستان د هند د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې له دغه هیواد سره دوه اړخیزي تجارتي اړیکي ځنډولي دي او له خپل هیواد څخه یې د هند سفیر ایستلی دی.

په اختر کې پر ګرځبندیز کې نرمښت

د دوشنبې په ورځ هندي عسکرو په کشمیر کې په ګرځبندیز کې یو څه نرمښت راوست څو مسلمانان د اختر د لمانځه د ادا کولو له پاره ځیني مسجدونو ته ورشي او ځیني دوکانونه د کم وخت له پاره پرانیستل شي.

د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې د یو شمیر بند کړل شوو سړکونو ځینې برخې بیرته د تګ راتګ له پاره پرانیستل شوي دي. د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې د هند د کورنیو چارو وزارت ویاند د ټویټر په پیغام کې «په تدریجي توګه» د محدودیتونو د نرمښت خبر ورکړی دی. خو دغه خبر د آزادو سرچینو له لوري نه دی تائید شوی.

د څو لسیزو پخوانۍ شخړه

د پاکستان او هند تر منځ له اوو لسیزو زیاته موده کیږي چې د کشمیر پر سر تل شخړې کوي. کشمیر د هند او پاکستان تر منځ ویشل شوی دی. په ۱۹۴۷م کال کې له بریتانيا څخه د خپلواکۍ اخیستو وروسته پاکستان او هند د کشمیر پر سر درې واره جګړې هم کړي دي.

mak/nob sr/nz (ap, rtr, afp)