امنسټي انټرنشنل: جنګي مجرمين مه بخښی
۱۳۸۸ بهمن ۲۱, چهارشنبهد جنګي مجرمينو د بخښنې قانون چې د ملي پخلاينې او عمومي بخښنې تر نامه لاندې نافذ شوی او د جنورۍ تر مياشتې پورې له عام محضر څخه پټ پاتې شوی ؤ د بشري حقونو د خپلواکو ډلو له غبرګون سره مخامخ شو
د دې قانون له نافذيدو څخه د مخه هان هغه مهال چې په ولسي جرګې کې تر بحث لاندې ؤ له کورني او نړيوال غبرګونونو سره مخامخ شوی ؤ او اوس چې نافذ شوی يو ځل بيا د غبرګونونو لړۍ پيل شوې ده .
تيره ورځ امنسټي انټرنشنل يا د بخښنې نړيواله ټولنه له ولسمشر او پارلمان څخه غوښتنه کړې چې جنګي مجرمين ونه بخښي او هغه قانون ونه مني چې په مټ يې مجرمين بخښل کيږي . امنسټي انټرنشنل په يوې خپره شوې اعلاميې کې ويلي چې : په 2007 کال کې د ثبات او ملي پخلاينې لايحه د پارلمان د دواړو جرګو لخوا ومنل شوه او په 2008 کال کې په رسمي جريده کې خپره شوه خو د سږ کال تر جنورۍ پورې عام محضر ته نه وه راوتلې .
د بخښنې نړيواله ټولنه ، د بشري حقونو نورې نړيوالې ډلې او د ننه په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواکې ډلې او ډيري عام وګړي او روڼ اندي په دې باور دي چې د دې قانون منل جنګي ډلو ته چې بشري حقونه يې تر پښو لاندې کړي خونديتوب ورکوي . د بخښنې د نړيوالې ټولنې د اسيا ارام سمندر د څانګې مشر سام ظريفي وايي چې : د افغانستان حکومت او يا کوم بل هيواد هيڅ نشي کولای چې نړيوال قوانين تر پښو لاندې کړي او جنګي مجرمين وبخښي .
د ملي پخلاينې او عمومي بخښنې د قانون د نافذيدو په اړوند د عدليې وزارت مرستيال وزير محمد قاسم هاشم زی دويچه ويلې ته وويل چې دغه قانون د دويم ځل لپاره د ولسي جرګې لخوا د اراوو په دوه ثلثو تصويب شو او هغه نه وروسته په رسمي جريده کې خپور شوچې اوس نافذ دی .
د افغانستان د بشري حقونو او چاپيريال ساتنې د سازمان مشر عبدالرحمن هوتکي وويل چې : دغه قانون افغانانو ته د منلو وړ ندی او د نړيوالو ميثاقونو سره په ټکر کې دی .
د ښځو غږ د موسسې مشره ميرمن بينظيرې د عمومي بخښنې د قانون نافذيدل يې د افغانانو د ارادې پرخلاف وباله او د جنګي مجرمينو د محاکمې غوښتونکې شوه . د کابل ښار يوتن اوسيدونکي وويل چې : هغو کسانو ته بايد سزا ورکړل شي چې جنګي جنايتونه يې تر سره کړي .
د يادونې وړ ده چې د نوموړي قانون په دريمې مادې کې راغلي چې : ټولې سياسي ډلې او ښکيلې خواوې چې د لنډ مهاله ادارې د منځ ته راتلو څخه مخکې په خپلو کې سره ښکيلې وې د افغانستان په معاصر تاريخ کې د ټولنې د بيلابيلو قومونو تر منځ د پخلاينې ، د سولې د پياوړتيا او د نوي ژوند د پيل په موخه د ملي پخلاينې او عمومي بخښنې په پروګرام کې شاملې دي ، د خپلو ټولو قانوني حقونو څخه برخمنې دي ، تر عدلي او قضايي تعقيب لاندې نه نيول کيږي .
انور بری پال / کابل
کتونکی. زيارمل