امنستي انټر نيشنل: افغاني ځواکونو ته بنديان مه سپارئ.
۱۳۸۶ آبان ۲۲, سهشنبهاعلان
وروسته له هغه چي څو ورځي مخکي پر کاناډايي ځواکونو دا تور ولګېدی چي نيول سوي شکمن کسان يي تر يو لږ ځنډ وروسته افغاني ځواکونو ته سپارلي او هغوي له بنديانو سره ډير سخت چلند کړی چي بياوروسته د کاناډا هيواد د دفاع وزارت لخوا دا تورونه رد سول اوس د بشري حقونو نړيوالي ټولني په افغانستان کي پر ټولو بهرنيو ځواکونو باندي ږغ کړی چي نور دي بنديان افغاني ځواکونو ته نه سپاري.
په هغه رپوټ کي چي دې ټولني خپورکړی پکښي راغلي دي چي افغاني چارواکو ته سپارل سوي کسان سخت کړوي او ناوړه چلند ورسره کوي. خو سره له دې د ناټو ترقومندې لاندي د ايساف ځواکونو ډير بنديان افغاني اړخ ته سپارلي دي.
ناټو د امنستي انټرنيشنل تورونه رد کړي دي.