امریکا یو کس د سري معلوماتو د بربنډولو په تور نیولی
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۰, جمعهد آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې چارواکو هغه رسنۍ نه ده په ډاګه کړې چې ویل کیږي د کس ورته د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه معلومات ورکړي دي، خو ښايي دغه رسنۍ «دې انترسیپت» وي چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما، د واکمنۍ پر مهال یې په دې اړه رپوټونه خپاره کړي ول.
د دې رسنۍ په رپوټونو کې راغلي وو چې څرنګه د بې پیلوټه الوتکو په پایله کې وژل کیدونکي کسان یاغیان ګڼل کیدل، آن که هغوی ملکیان هم ول.
تورن کس تر پنځوسو کلونو زندان محکومیدای شي ځکه چې پرې تور دی چې ظاهرا یې د داسې بریدونو په اړه معلومات افشا کړي دي چې په ترڅ کې یې له امریکا متحده ایالاتو څخه بهر وګړي په نښه کیدل. د هغو هیوادونو په ډله کې چې پر نیول شوي کس باندې یې په اړه د معلوماتو د افشا کولو تور دی، یمن، سومالیا او افغانستان شامل دي.
که څه هم د «دې انترسیپت» رسنۍ د خپلو رپوټونو د سرچینو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو د دغه کس پر نیول کیدو یې کلکې نیوکې کړې دي. دې رسنې ویلې دي: «په دغو اسنادو کې [هغه اسناد چې دې رسنې ترلاسه کړي] د داسې یوې سري پروسې په اړه معلومات راغلي وو چې څوک یې له کبله مسوول نه بلل کیدل. دغه پروسه د بې پیلوټه الوتکو په واسطه د امریکايي وګړو په ګډون د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د خلکو د په نښه کولو او وژلو له پاره کارول کیده.»
(ms/sr (dpa