1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا کردي ملېشو ته وسلې ورکول پېل کړل

۱۳۹۶ خرداد ۱۰, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو حکومت کردي واحدونو ته د کوچنیو وسلو په ورکولو پېل وکړ. دغه واحدونه د سوریې په شمال کې د ترهگري ډلي داعش پر ضد جنگیږي. دا کار د انقرې د غوسې سبب شوی.

https://p.dw.com/p/2dsbx
Syrien SDF Kämpfer in Tabka
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت ویاند ایریک پیهون، ویلي دي چې د یاغیانو اتحاد (سوریې دیموکراتیک ځواک واحدونو) ته په ورکول کیدونکو تجهیزاتو کې کوچنۍ وسلې او موټر مطرح دي.

د امريکا ولسمشر دونلد ترمپ د می میاشتې په سر کې کردي واحدونو ته د وسلو د لیږد اجازه ورکړې وه. پر دې اقدام باندې ترکیې سخته نیوکه کړې وه. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، له حریت، ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې له سوریایي کردي ولسي دفاعي واحدونو (YPG) سره گډ کار «په بشپړه توگه د نه منلو وړ» بللی وو.

دغه کردي ولسي دفاعي واحدونو ته د امريکا د پوځي مرستو په هکله له میاشتو راهیسې واشنگټن او انقره په لانجه کې دي. په ترکیه کې دغه دفاعي ولسي واحدونه له منع شوي کردي کارگر گوند (پي کې کې) سره د نزدې همکارۍ له کبله د ترهگري ډلې په توگه انگیرل کیږي.

انقره اندیښنه لري چې سوریایي کردي واحدونو ته لیږدونکې وسلي ښایي د پې کې کې لاس ته ورشي او د ترکیې پر وړاندي یې استعمال شي. له بل اړخه د امريکا حکومت د داعش پر ضد مبارزه کې دغه کردي واحدونه د یوه پیاوړي متحد په توگه انگیري.

رقه، ته د سوريې عربي جنگیالیو نزدې کیدل

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې د سوريې عربي جنگي ځواکونه چې امريکا ئې ملاتړ کوي، د سوریې په شمال کې د داعش پوخ سنگر رقه، ته نزدې شوي دي.

د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان یوه ویاند ویلي دي چې د متحدو ایالاتو په مشرتوب د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف سختو هوایي بمباریو دغه پرمختگ ته لاره هواره کړې ده.

دغه سازمان چې په لندن کې مقر لري او د سوریې اپوزیسیون ته نزدې گڼل کیږي خپل معلومات د فعالانو شبکې پر مټ راټولوي، نو له دې کبله گرانه ده چې د هغوی معلومات وارزول شي.

(afp,rtr/SR)

زموږ له ارشيف څخه: