1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په آلمان کي اټومي بمونه عصري کوي

۱۳۹۹ فروردین ۷, پنجشنبه

د جرمني پارلمان لس کاله مخکي دا غوښتنه کړې وه، چي د امريکا اټومي وسلې دي د جرمني له خاوري څخه وایستل سي. خو تر اوسه لا موجودي دي، او حتي عصري کیږي هم.

https://p.dw.com/p/3a4GC
Deutschland Friedensaktion am Fliegerhorst Büchel | Protest gegen Atomwaffen in der Eifel
انځور: picture-alliance/dpa/T. Frey

متقاعده آلمانۍ ایلکه کولر، چي د جرمني د راین لند فالتڅ ایالت د بیوشیل هوايي وسلو اډې ته نژدې اوسیږي، په زهیر آواز وايي چي زه دلته هره ورځ ځان د یوه ممکنه برید هدف احساسوم.

هغه د جنګي الوتکو د تمریناتو ږغونه اوري. خو دا ږغونه هغه دومره نه زوروي، لکه دا خبره چي د دې ځای ته نژدې اټومي بمونه ځای پر ځای دي.

دا د امریکا وروستي اټومي بمونه دي چي لا د جرمني په خاوره کي پاته دي. د کارپوهانو په حواله د هغو شمیر ۱۵ تر ۲۰ پوري دی خو دقیقه شمیره یې پټه پاته ده.

د سولي نوموړې ۷۷ کلنه فعالې لا په یاد دي چي د سړې جګړې تر پای ته رسیدو وروسته یې ګومان کاوه چي دغه بمونه به په درو یا څلورو کلونو کي له دې ځایه ورک سي. ښایی ورڅخه هیر سوي وي چي هغه راټول کړي. خو تر نن ورځي پوري لا دغه بمونه په بوشیل کي پراته دي.

هغوي تر مځکي لاندي ځایونو کي پراته دي او په سختو وسلو سمبال امریکایي عسکرو له خوا یې څارنه کیږي. او ډیر ژر به دغه اټومي بمونه له سره نوي سي.

د سړې جګړې پر وخت، امریکا متحده ایالاتو د لویدیځي اروپا ډیره خاوره په اټومي وسلو سمباله کړه، ترڅو د هغه وخت شوروري اتحاد د برید مخه ونیسي. که څه هم امریکا ډیري دغه وسلې تر ۱۹۹۱م کال وروسته وایستلې، خو یوه ټاکلې اندازه چی اټکل کیږي۱۵۰ اټومي بمونه به وي، په اروپا کي یې پریښوول.

دغه بمونه پر ډیرو هیوادونو باندي تقسیم سوي، لکه ایټالیا، ترکیه، بلجیم، هالنډ او آلمان.

د آلماني پیلوټانو له خوا هدف ته انتقالیدل

د بوشیل سیمه بې له کوم دلیله نه ده انتخاب سوې: دلته د جرمني د هوایي قواوو۳۳ مه تاکتیکي اډه پرته ده. که فرضأ دلته د اټومي وسلو یو برید تر سره کیږي، بیا به نو د جرمني د هوايي قواوو پیلوټان د آلماني جنګي الوتکو، تورنادو په مرسته دغه بمونه انتقال او پر ټاکلو هدفونو غورځوي.

وظایف په ښکاره ډول سره تقسیم دي: د اټومي بمونو د فعاله کولو کوډ یوازي د امریکا پوځ ته معلوم دی او د هغو غوروځول بیا د آلماني سرتیرو وظیفه ده.

د بمونو د تبادلې عملیات

منتقدین اوس په دې بیره کي دي چي ښايي دغه نوي بمونه به د اټومي بریدونو خطر زیات کړي. ایلکه کولر چي د اټومي وسلو پرضد یې د مبارزې له پاره د آخن د سولي جایزه په لاس راوړې وایی: »زه په خپله په دې نظر یم چي ښايي د ختیځ او لویدیځ ترمنځ کړکیچ له سره پیل سي.«

خو دا لا معلومه نه ده چي دغه نوي اټومي بمونه به څه وخت د بوشیل کوچنۍ سیمي ته راورسیږي. د کارپوهانو په حواله له ۲۰۲۲م کال وروسته. په هر صورت به د بمونو دغه تبادله به پټه ترسره سي، ښایی د یوه داسي پیلوټ په واسطه چي د بوشیل سیمه ډیره ښه پیژني. بیا به نو دغه هوايي ډګر تړلی وي او کله چي کومه امریکايي الوتکه راسي نو سړی به په دې نه پوهیږي چي کوکاکولا یې راوړې ده او که بمونه؟

امریکا متحده ایالاتو اوس د دغو ۳۰ کلو زړو اټومي بمونو، یعني بي۶۱-۳ او بي ۶۱-۴ د نوي کولو تصميم نیولی دی، چي اصلأ نور کار نه ورکوي. دا هم په داسي حال کي چي لس کاله مخکي د پارلمان د هغو د ایستلو غوښتنه کړې وه.

د هغوی ځای به نو اوس کاملاً نوي بمونه، یعني بي ۶۱-۱۲ ونیسي چی اتومات دي او په ډیر دقیق ډول سره خپل هدف ویشتلای سي.

اټکل کیږي، چي امریکا متحده ایالت به دعصري کولو دغه پروګرام ته لس ميلیارډه ډالر اختصاص کړي.