1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له تایوان سره د میلیاردونو په ارزښت د وسلو معامله کوي

۱۳۹۸ تیر ۱۸, سه‌شنبه

چين په دې هکله سخته اندیښنه ښودلې ده چې واشنګټن غواړي تایوان ته د میلیاردونو په ارزښت وسلې صادر کړي. پنتاګون ویلي دي چې دلته د امریکا د امنیتي منافعو موضوع هم مطرح ده.

https://p.dw.com/p/3LmJD
U.S. M1A2 Abrams Panzer
انځور: Reuters/D. Mdzinarishvili

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د تایوان له حکومت سره د نږدې دوه میلیارده یورو په ارزښت د نظامي تجهیزاتو معامله تصویب کړې ده.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په حواله په دغو وسلو کې د نورو ترڅنګ به M1A2T ابرامز ډوله ۱۰۸ عرادې زرغوال ټانکونه او شاوخوا ۲۵۰ سټینګر- دافع هوا توغندي شامل دي.

پنتاګون ویلي دي چې د وسلو له لیږد سره تایوان کولی شي چې خپل د ټانکونو برخه عصري کړي، خپل دفاعي توان پياوړی او د موجوده او راتلونکو سیمه ایزو خطرونو په مقابل کې په ښه توګه له ځانه دفاع وکړي.

د وسلو او تجهیزاتو تجارت همدارنګه د امریکا ګټې هم تامينوي: تایوان د سیاسي ثبات، نظامي توازن او اقتصادي پرمختګ په برخه کې په سیمه کې د امریکا له پاره یو مهم قوت دی.

د امریکا د دفاع وزارت پورې اړوند آژانس(DSCA)  په حواله تایوان ته د وسلو صادرول په سیمه کې نظامي بیلانس کې کوم بدلون نه راولي.

د چين خفګان

له تایوان سره د امریکا د وسلو معامله د چین د خفګان سبب کیږي. د پیکینګ حکومت تایوان ته له خپلې خاورې څخه د جلا شوي یوه ایالت په سترګه ګوري چې یوه ورځ به بیرته ورسره یوځای شي- د اړتیا په صورت کې د پوځي زور په وسیله.

مخکې تر دې د جون په میاشت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د پلان شوي معاملې په اړه خپله جدي انديښنه څرګنده کړې وه او له امریکا متحده ایالاتو څخه یي غوښتي ول چې له دې معاملې دې تیر شي، څو د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو ته زیان ونه رسیږي.

خو د امریکا کانګرس کولی شي په ۳۰ ورځو کې دننه تایوان ته د وسلو صادرول ویټو کړي او مخه یي ونیسي، چې دا غیر واقعي ښکاري.

دویم دا چې امریکا متحده ایالات له تایوان سره هیڅ ډول رسمي اړیکې نه لري، خو د دغه هیواد چې له ټاپوګانو جوړ دی مهم سیاسي ملاتړ کونکی او د وسلو تر ټولو لوی صادرونکی دی.

ww/ml (afp, rtr)/sn.mj