1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د سوریې د کیمیاوي وسلو په برید اړخونه یو پر بل تورونه لګوي

۱۳۹۷ فروردین ۳۱, جمعه

وايي په جګړې کې تر ټولو لومړی حقیقت له پامه غورځول کیږي. دغه جمله ښايي د سوریې په جګړه کې هم صدق وکړي. په دې هیواد کې د زهرجن ګاز د استعمال سپیناوی ډیر ستونزمن کار دی.

https://p.dw.com/p/2wPD1

امریکا متحد ایالات پر سوریې او روسیې باندې تور لګوي چې په دوما کې د زهرجن ګاز د کاریدو په اړه د څیړنو پر وړاندي خنډونه رامنځ ته کوي. په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دواړو هیوادونو هڅه کړې ده چې د زهرجن ګاز د استعمال شکمن هدف، له شواهدو پاک کړي. د وزارت په خبره د دې ادعا له پاره واضع نښانې موجودې دي.

د وزارت په خبره له همدې کبله د روسیې استازو او د دمشق حکومت د کیمیاوي وسلو د منع سازمان پر وړاندې د خنډونو رامنځ ته کولو هڅه کړې ده چې دوما ته د دې ادارې د غړو رسیدل وځنډوي.

لویدیځ هیوادونه په دې باور دي چې د سوریې رژیم د اپریل میاشتې پر اوومه نیټه په دوما کې کیمیاوي وسلې کارولې دي. خو د اسد حکومت بیا دغه څه ردوي. د اپریل میاشتې پیښې په ځواب کې امریکا متحدو ایالاتو، فرانسې او بریتانیا په ګډه د سوریې په حکومت پورې تړلي ځایونو اهداف په نښه کړل. په دغو اهدافو کې په ځاګړې توګه هغه ځایونه شامل ول چې ویل کیږي د کیمیاوي وسلو د جوړولو له پاره کارول کیدل.

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې باور دی چې د سوریې حکومت اوس هم د کیمیاوي وسلو د بریدونو ترسره کولو وړتیا لري. امریکایي لوړپوړي پوځي چارواکي جنرال کنیت مککینزي، په دې اړه وویل: «هغوی اوس هم په راتلونکې کې د محدودو بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري، زه به د داسې بریدونو د ترسره کیدو امکان رد نه کړم.»

د برلین معلومات

 

د «تګس شپیګل» د رپوټ په حواله د آلمان حکومت دا یوه ثابته شوې موضوع بولي چې د بشارالاسد په مشرتوب، د سوریې حکومت لږ تر لږه په څلورو مواردو کې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی. په رپوټ کې د هغو معلوماتو په حواله چې د آلمان د پارلمان یوه غړي د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتي دي، راغلي دي چې دا هغه څه دي چې د کیمیاوي وسلو د منع سازمان او ملګرو ملتونو مخکنیو څیړنو هم ښوولې ده. پر دې سربیره د آلمان حکومت په حواله په درو نورو مواردو کې داسې نښانې موجودې دي چې ښيي د اسد رژیم کیمیاوي وسلې کارولې دي.

د آلمان تولید کیمیاوي موادو استعمال؟

د روسۍ سرچینو په حواله د سوریې د کیمیاوي وسلو د برید په سیمه کې په آلمان او بریتانیا کې تولید شویو زهرجنو ګازونو د استعمال شواهد موندل شوي دي. په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې د اسد ځواکونو تر دې مخکې هم له پاڅونکوونکو سره په نیولو شویو سیمو کې د آلمان او بریتانیا له خوا جوړ شوي زهرجن مواد موندلي دي. خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په دې اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل.

خو د روسیې دغه ادعاوې همداراز لا تر اوسه پورې د یوې مستقلې سرچینې له خوا نه دي تائید شوي.

ms/nz (rtr, KNA, afp)