1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د ویتنام جنگ پاته زهرجن مواد پاکوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱, یکشنبه

د ویتنام د جنگ تر ختمیدو لسیزي وروسته به اوس یوه نوې پروژه ددغي شخړي بقایاوي پاکي کړي. په دغه اسیايي هیواد کي یوې پخوانۍ امریکايي نظامي اډې تقریبأ ۸۰ ملیونه لیټره دیوکسین لرونکي زهرجن مواد پاشلي ول.

https://p.dw.com/p/3HAx0
Vietnam Folgen des Agent Orange Einsatzes
انځور: picture-alliance/AP Images/Kham

د ۱۹۶۲ او ۱۹۷۲ م کلونو تر منځ  امریکايي ځواکونو د ویتنام د جنگ پرمهال د دغه هیواد په جنوب کي د اېجینټ اورنج یا نارنجي عامل په نامه تقریبأ ۸۰ ملیونه لیټره دیوکسین لرونکي زهرجن مواد پاشلي وه. امریکايي قواوو غوښتل په دې ډول سره هغه ویتنامي جنگیالي (ویتکانگیان)، چي په ځنگلونو کي پټ سوي ول، خنثی او له منځه یوسي. خو دغه زهرجن مواد تر نن ورځي پوري هم ددغه هیواد په جنوب کي د اوسیدونکو ویتنامیانو د بدن د اعضاوو د ناقصه کیدو، معیوبه کیدو او سرطاني ناروغیو د رامنځته کیدو سبب گرزي.

د اېجینټ اورنج زهرجن مواد د ویتنام  په امریکايي قراراگاه، بین هووای کي ساتل کیدله ،چي اوس یې  د امريکا متحده ايالات او ویتنام په گډه سره غواړي پاک کړي. په ویتنام کي د امریکا سفیر، دانیل کریتن برینک ددغي پروژې د کار د شروع کیدو پرمهال وویل، چي دا «واقعأ یو تاریخي عمل» دی، چي دواړه پخواني دښمانان  اوس د ملگرو په حیث دغسي«یوه سخته وظیفه» پر غاړه اخلي.

Vietnam Agent Orange Einsatz 1965
امریکايی الوتکي د زهرجنو موادو د پاشلو پر مهالانځور: picture-alliance/dpa/US Air Force

د ویتنام د جنگ تر ختمیدو وروسته امریکايي عسکرو فقط مؤقتأ یو څه ساحه پاکه کړې وه. خو د هغه د استعمال پر وخت تر ۵۰۰۰۰۰  اضافه مترمکعب  دیوکسین مځکي او اوبو ته ورداخل سوي دي.

په بین هووای کي د زهرجنو دغو موادو پاکیدل به تقریبأ لس کال دوام وکړي او ۱۸۳ ملیونه ډالره مصرف به ورباندي راسي. ددې دمخه د ویتنام د ډانانگ هوايي میدان د اېجینټ اورنج څخه پاک سوی ؤ، چي هغه هم شپږ کاله دوام وکړ او ۱۱۰ ملیونه ډالره پر لگیدلي وې.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 15.03.2018)