1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د غیر قانوني مهاجرو د ماشومانو د توقیف موده غځوي

۱۳۹۸ مرداد ۳۱, پنجشنبه

واشنګټن غواړي چې د مکسیکو د پولي له لارې غیرقانوني مهاجرت محدود کړي. سپينه ماڼۍ او د امریکا د داخلي امنیت وزارت وایي چې په نوی مقرره کې به د پناه غوښتونکو د ماشومانو د توقیف اعظمي حد ۲۰ ورځې نه وي.

https://p.dw.com/p/3OJCs
BdTD | Tijuana | Grenze USA Mexiko
انځور: Reuters/C. Jasso

د دونالد ترمپ حکومت غواړي چې د هغو ماشومانو له پاره چې له خپلو ميندو او پلرونو سره په غیرقانوني ډول امریکا ته راغلي دي د حد اکثر ۲۰ ورځني توقیف محدودیت لغوه کړي. سپينې ماڼۍ او د امریکا د داخلي امنیت وزارت اعلان کړی دی چې نوي مقررات د ماشومانو د توقيف اعظمي حد نه ټاکي.

د نوي مقررې هدف د پناه غوښتونکو د څپې کنترول دی چې د سویلي او مکسیکو د سرحدونو له لارې د امریکا خاورې ته ننوزي.

د داخلي امنیت وزارت سرپرست کوین مک الینان، وایي:«له زیانمنیدونکو ماشومانو سره په غیرقانوني توګه له سرحد څخه د تیریدو انګیزه باید پای ته ورسیږي.»

نوموړي زیاته کړه چې په پخوانۍ مقررې کې دا کار نه وو محاسبه شوی چې د کورنیو او نابالغو مهاجرو د راتګ څپه کیدای شي څومره چټکه شي.

د امریکا د فدرال محکمې د پریکړې پر اساس تر اوسه پورې به اړونده چارواکو اجازه درلوده چې د غیر قانوني مهاجرو ماشومان په مناسب چاپیریال کې وساتي، خو په عین وخت کې یي باید وروسته له حد اکثر ۲۰ ورځو څخه د دوی آزادۍ ته زمينه مساعده کړې وای.

دا لکه د ترمپ د سترګو اغزی او د کډوالو له پاره د تيښتې د لارې په څیر وو. په دې معنی چې د دغو ماشومانو مېندې او پلرونه به هم له دوی سره یوځای خوشې کیدل او کولی یي شول چې د مهاجرو د منلو اړوندو ادارو د تصميم ګیرۍ تر وخته پورې په امریکا کې ژوند وکړي. یو شمیر له دغو کسانو څخه به تر خلاصیدو وروسته د موقت وخت له پاره لادرکه کیدل.

سپينه ماڼۍ وایي چې که د دې مقررې مخالفت ونه شي، نو د راتلونکو دوو میاشتو په موده کې به عملي شي. البته له دې نوې مقررې سره د مخالفت چانس ډير کم بریښي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د نیوکو او اعتراضونو سیلاب

د نوي مقررې اعلان په داسې یو وخت کې کیږي چې د امریکا حکومت لا د پخوا څخه د دغو ماشومانو د څو اونیز توقیف او د استوګنې د غیر انساني شرایطو له کبله د دیموکرات ګوند د سیاستوالو او مدني فعالانو له سختو نیوکو سره مخامخ دی.

د امریکا د داخلي امنیت وزارت څارونکي، تیره میاشت د مکسیکو په سرحد کې د مهاجرو له کمپ څخه تر لیدنې وروسته د دوی وضعیت د «نه زغملو وړ» بللی وو.

د نوموړي څارونکي په رپوټ کې راغلي ول چې د کمپ اکثره خلک له لوږې څخه د بچ پاتېدو له پاره یوازې په ساندیوچ ګذاره کوي، روغتیایي آسانتیاوې او تشنابونه نه لري او وروسته له اونیو اونیو څخه یي هم، هماغه جامې اغوستي وي چې د نیول کیدو پر مهال یي اغوستې وې.

تیر کال هم د ترمپ حکومت د سرحدي پولې په څنډه کې د یوې مودې له پاره د غیر قانوني مهاجرو ماشومان له خپلو مېندو او پلرونو څخه جلا کول او په بل کمپ کې به یي ساتل. عام خلکو له دې کار سره مخالفت وکړ او وروسته له شپږو میاشتو څخه ترمپ له خپلې دې پریکړې څخه پر شا شو. وروسته له هغې وویل شول چې یوازې هغه ماشومان به له مور او پلار څخه جلا کیږي چې د مېندو او پلرونو اعمال یي د ماشومانو له پاره خطرناک وي.

د امریکا د اتباعو د آزادې اتحادیي څه موده مخکې اعلان وکړ چې دولتي مامورین هر ډول سرغړونه، لکه د موټر چلونې په برخه کې او یا هم تر ډیر وخته پورې د ماشوم د پیمپر نه بدلون له مور او پلار څخه د ماشومانو د جلا کولو له پاره بهانه نيسي.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ن.ز