1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بغدادي د تحرکاتو په هکله مو نوي معلومات تر لاسه کړي»

۱۳۹۵ دی ۱۱, شنبه

د څو میاشتو راهیسې ابوبکر بغدادي د خلکو په عام محضر کې نه دی ښکاره شوی او له استخباراتي ادارو هم لادرکه دی، خو هغه اوس هم داعش رهبري کوي. امریکایې پوځ د هغه په اړه د نویو اطلاعاتو خبر ورکړی.

https://p.dw.com/p/2V5cP
Irak | video still des mutmaßlichen IS-Führer Abu Bakr al-Baghdadi
انځور: REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان کړی دی چې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د مشر ابوبکر بغدادي د لمنځه وړلو له پاره د ډیرو هڅو سربیره هغه ژوندی دی.

د پنټاګون ویاند پیتر کوک، له (سي.ان.ان) تلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي دي: «موږ باور لرو چې بغدادي ژوندی دی او اوس هم «اسلامي دولت» ډله رهبري کوي.»

کوک، ویلي: وروسته تر دې چې هغه څو میاشتې له امریکایې پوځ څخه لادرکه شوی وو، اوس یې د هغه د وروستیو تحرکاتو په اړه نوي اطلاعات ترلاسه کړي دي: «موږ هر هغه څه چې په توان کې لرو په کار یې اچوو، څو هغه پیدا کړو.»هغه زیاته کړه چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف د دې له پاره زیات وخت وقف کړی دی او د بغدادي ترلاسه کولو له پاره به له هر امکان څخه استفاده وکړي، تر څو د هغه جزا چې بغدادي یې لیاقت لري ویې ویني.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وایې چې بغدادي د سلاکارانو او اعتماد وړو کسانو پيدا کولو په برخه کې ستونزې لري، ځکه اکثره داسې کسان له منځه تللي دي.د دسمبر میاشتې په نیمایې کې امریکا متحده ایالاتو د بغدادي د پټنځای او یا دستګیرۍ په هکله اطلاع ورکونکي ته د نغدي انعام اندازه له ۱۰ څخه ۲۵ میلیونه ډالرو ته پورته کړه.

د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د داعش په وسیله د عراق د موصل ښار تر نیول کیدو لږ وروسته البغدادي د خلکو په عام محضر کې را څرګند شو او د عراق او سوریې په هغو سیمو کې یې د «اسلامي خلافت» اعلان وکړ چې دغې ډلې تر خپل کنترول لاندې راوستلي ول.

د بغدادي د اقامت ځای

په تیرو څو میاشتو کې «اسلامي دولت» ډلې تر خپل کنترول لاندې ډیرې سیمې له لاسه ورکړي دي. د ۲۰۱۶ کال په نوامبر میاشت کې بغدادي د یوه غږیز پيغام په ترڅ کې په موصل کې له خپلو پلوي ځواکونو وغوښتل چې خپل مقاومت دې جاري وساتي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې هغه هم په دغه محاصره شوي ښار کې بند پاتې دی او که څنګه؟ د داعش د نورو ځواکونو برخلاف چې د خلکو په منځ کې تعرضي حضور لري، بغدادي خپل کار ډیر پټه ترسره کوي.

د عراق د حکومت په حواله بغدادي د عراق په سامرای کې زیږیدلی دی. د اطلاعاتي ادارو د رپوټ  پر بنسټ هغه د اسلام پیژنې په برخه کې دوکتورا لري او د تکریت په یوه پوهنتون کې استاد وو.

په ظاهره کې ابوبکر البغدادي په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا په رهبرۍ ځواکونو تر برید وروسته هغه له یاغیانو سره یوځای شوی دی او د یوې مودي له پاره د امریکا متحده یالاتو په یوه نظامي زندان کې بندي وو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.11.2015):