امریکا خپل اضافي سرتیري وایستل
۱۳۹۱ شهریور ۳۱, جمعهد امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، په نوي زیلاند کې وویل: «متحده ایالاتو له افغانستان څخه ټول هغه اضافي سرتیري راایستلي دي چې ولسمشر اوباما په ۲۰۰۹ کال کې دې هیواد ته استولي ول. موږ د پلان له مخې له افغانستان څخه خپل ۳۳۰۰۰ سرتیري وایستل.»
د امریکا د دفاع وزیر په يوه بیانیه کې وویل چې دغو ځواکونو په افغانستان کې تر ځای پر ځای کېدو وروسته د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې برخه اخیستې او د افغان ځواکونو په روزنه او د هغوی د شمیرې په لوړولو کې ئې د پام وړ مرسته کړې ده.
په بیانیه کې زیاته شوې ده: «دغو پرمختگونو د ناټو غړو هیوادونو ته دا امکان برابر کړی دئ چې امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري. د امنیت د لیږد د بهیر په ترڅ کې به ډیر ژر د افغانستان د ۷۵ سلني برخې امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل شي.»
په بیانیه کې همداراز راغلي دي چې د اوباما له خوا افغانستان ته استول شوو اضافي سرتیرو د القاعدې پر وړاندې جگړه کې ډیرې بریاوې لرلي دي.
اوس په افغانستان کې شاوخوا ۶۸۰۰۰ امریکايي ځواکونه میشت دي. د پلان له مخې به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه د ناټو ټول جنگي ځواکونه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسئولیتونه به افغانانو ته وسپاري.
خو یو شمیر کارپورهان په دې اند دي چې افغان ځواکونه به په یوازیتوب د ټول هیواد امنیت ټینگ نه شي کړای او کیدای شي چې افغان دولت تر ۲۰۱۴ کال وروسته له نوو ستونزو سره مخامخ شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض