امریکا ته د افغان ژباړونکو د ويزې پروګرام ستونزمن سوی
۱۳۹۵ اسفند ۲۰, جمعهیوه امریکایي دیموکرات سناتور جین شاهین، ویلي دي چې د دغه پروګرام (د امريکايانو ځايه افغان همکارانو) د پریښودو هر ډول پریکړه به په افغانستان کې د امریکا متحد, ایالاتو همکارانو ته ناوړه پیغام واستوي. هغې زیاته کړې ده چې ژر تر ژره به د قانون داسې طرحه وړاندي کړي چې له مخې به یې د دې پروګرام له پاره د ویزو شمیر ډیر شي.
شاهین په یوه بیانیه کې وویل: «دا یو عملي او اخلاقي امر دی چې کانګرس دغه غلطه موضوع سمه کړي.»
د هغې دفتر ویلي دي چې اوس هم د دغه پروګرام ۱۰۰۰۰ متقاضیان د یوه ځواب ترلاسه کولو ته سترګي په لار دي.
شاهین او جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکین، یو داسې ناکامه هڅه پيل کړې وه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ځایي همکارانو له پاره ۴۰۰۰ اضافي ویزې تصویب کړي.
تیرکال دغه پروګرام ته یوازي ۱۵۰۰ ویزې اضافه شوي وې خو په عین وخت د دې پروګرام شرایط هم سخت کړل شوي.
په وروستیو وختونو کې امریکا متحدو ایالاتو ته د مهاجرو ورتګ، او په ځانګړې توګه له اسلامي هیوادونو څخه، یوه توده موضوع پاته شوې ده.
دغه موضوع په داسې حال کې اعلانیږي، چې امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د نوي فرمان د پلي کولو له پاره چمتوالي نیسي. د دې فرمان له مخې امریکا متحدو ایالاتو د شپږو اکثریت مسلمانه میشته هیوادونو پر وګړو باندې دغه هيواد ته د راتلو موقت بندیز لګولی دی.
دغه فرمان به د مارچ مياشتي پر۱۶مه نیټه اجرایي شي. د فرمان مخالفین پر ترمپ او د هغه پر ادارې باندي تور لګولی چې په غیر عادلانه توګه مسلمانان، د هغوی د دین په سبب په نخښه کوي. خو سپینه ماڼۍ بیا وایي چې د دې فرمان هدف د امریکا د ملي امنیت ساتنه ده.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: