امریکا او جنوبي کوریا سمندري مانورونه پیل کړل
۱۳۹۱ بهمن ۱۶, دوشنبهد سویلي کوریا د دفاع وزرات یوه ویاند د دې خبرې پخلې کړی دی چې دغه درې ورځیني مانورونه «پوهانگ بندر» ته څیرمه د جاپان په سمندرگي کې تر سره کیږي. د سویلي کوریا چارواکي پر دې خبره ټینگار کوي چې دغه پوځني تمرینات د شمالي کوریا له لوري د اتومې ازموینې د تر سره کولو د گواښ څخه مخکې پلان شوي ول. ډیری کسان وایي چې ښايي جنوبي کوریا غواړي له دې لارې شمالي کوریا ته خبرداری ورکړي.
د خبري آژانسونو د رپوټونو په حواله په دغه پوځي مانورونو کې د «USS San Francisco» او «USS Shiloh» جنګي بیړیو برخه اخیستې ده.
يوه پوځي چارواکي د سویلي کوریا «Yonhap» نومي خبري آژانس ته ویلي دي چې د سمندري عملیاتو په برخه کې روزنه، د اوبتلونو کشفول او تعقیبول، د هوایي او سمندري قواوو ضد توغندیو په برخه کې روزنه د امریکا او جنوبي کوریا په ګډو پوځي مانورونو کې شامل دي.
پیونگ یانگ دغه گډ پوځي مانورونه پاروونکي بللي دي. د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس پر دغو مانورونو باندې نیوکې کړې دي ویلي یې دي چې دا پر شمالي کوریا باندې مخکې تر مخکې د یوه برید د تر سره چمتووالی ښيي. پیونگ یانگ تر دې مخکې هم د متحده ایالاتو او سویلي کوریا د گډو سمندري تمریناتو په اړه ورته انديښنه څرگنده کړې وه.
دغه مانورونه د شمالي کوریا د مشر کېم جونگ اون، تر څرگندونو یوه ورځ وروسته تر سره کیږي. د کېم جونگ اون له څرګندونو څخه دا داسې ښکاریدل چې شمالي کوریا کیدای شي په نزدې وختونو کې خپله پلان شوې اتومي آزموینه په لاره واچوي.
د کوریا د دولتي مرکزي خبري آژانس په وینا کېم د شمالي کوریا مرکزي پوځي کمیسیون ته په خپله وینا کې «مهمې» لارښوونې کړې دي، چې څرنگه وسله وال پوځ او د هیواد امنیت پیاوړی کیدای شي.
د دغه رپوټ تر خپریدو مخکې «پیونگ یانگ» یو شمیر پرله پسې بیانیې خپرې کړې وې چې په کې یې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د تحریمونو وروستي پړاو ته د ځواب ورکولو ګواښ کړی وو. تیره میاشت د ملگرو ملتونو د امنیت شوری تر هغه وروسته پر شمالي کوریا باندې خپل بندیزونه لا پسې سخت کړل، چې دغه هیواد د لیرې واټن توغندي وآزمویل.
متحده ایالات، جنوبي کوریا او متحدین یې پر شمالي کوریا باندې تور لګوي چې د دسمبر په میاشت کې یې د پخوانیو بندیزونو پر ضد د لیرې واټن توغندي آزمویلي دي. خو شمالي کوریا دغه تورونه ردوي او وایي چې د توغندیو له آزموینې څخه یې هدف فضا ته د سټلایتونو استول وو.