1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او ترکیې یو د بل وګړو ته د ویزې ورکړه درولې ده

۱۳۹۶ مهر ۱۷, دوشنبه

په ترکيه کې د امریکا متحدو ایالاتو سفارت په موقتي توګه د ویزې د ورکړي چارې درولې دي. له دې سره نو امریکا ته د ترکي سوداګرو او سیلانیانو سفر لا ستونزمن شوی. ترکیې هم د دې کار په ځواب کې ورته پریکړه کړې.

https://p.dw.com/p/2lUnJ
Türkei Konsulat der USA in Instanbul
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose

تر هغه وروسته چې د امریکا متحدو ایالاتو د قنسلګري یو کارکوونکی په ترکیه کې ونیول شو، دواړو هیوادونو یو د بل وګړو ته د ویزې ورکړې چارې درولې دي. خو امریکا متحدو ایالاتو ته د مهاجرت ویزه په دې محدودیت کې شامله نه ده.

په انقره کې د امریکا متحدو ایالاتو سفارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د وضعیت څیړنې ته اړتیا شته چې روښانه شي ترکیه د امریکا د دیپلوماتیکو نمایندګیو پر وړاندې څه ډول مکلفیت احساسوي.

تر دې پریکړي لږ وروسته، په واشنګټن کې د ترکیې سفارت هم په ورته کار لاس پوري کړ او امریکایانو ته یې د ویزې ورکړي چاري ودرولې.

ترکي ادارو تیره اوونۍ په استانبول کې د امریکا متحدو ایالاتو د قونسلګرۍ یو کارکوونکی ونياوه. پر دغه کس باندي له فتح الله ګولن، سره د اړیکو لرلو تور لګول شوی دی. فتح الله ګولن په امریکا کې اوسیږي او ترکيه یې د تیر کال د کودتا تر شا بولي.

ترکیې د ګولن د تبادلې وړاندیز کړی

د ترکیې د انادولو خبري آژانس په حواله نیول شوی کس یو ترکی وګړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، په وروستیو وختونو کې له امریکا متحدو ایالاتو څخه غوښتي وو چې که د یوه امریکايي پاستور اندریو پرونسون، آزادي غواړي نو فتح الله ګولن، دې انقرې ته وسپاري.

برونسون هم د فتح الله ګولن په خوځښت کې په غړیتوب تورن دی.

په استانبول کې د امریکا متحدو ایالاتو د قونسلګرۍ کارکوونکی هم چې یو ترکي دی، په جاسوسي او د دولت پر ضد فعالیتونو تورن دی. د امریکا سفارت دغه تورونه په بشپړه توګه رد کړي دي.

د ترکیې او امریکا اړیکې لا وختي له دې کبله ترینګلي دي چې امریکا د کردانو ملاتړ کوي خو انقره بیا د هغوی فعالیتونه غیري قانوني بولي.

لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې هغه امریکایان چې تر دې مخکې یې ترکیې ته د تلو وېره ترلاسه کړې ده کولای شي چې دغه هیواد ته سفر وکړي او که نه.