1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایې محکمې د افغانستان له شتمنیو د غرامت ورکړه رد کړې

۱۴۰۱ شهریور ۶, یکشنبه

یوې امریکایي قاضۍ سپارښتنه کړې ده چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوي شتمنۍ دې د ۱۱ د سپټمبر پيښې قربانیانو ته نه ورکول کیږي. محکمې ویلي د افغانستان بانک له قضايي تعقیب مصؤن دی.

https://p.dw.com/p/4G8K5
Afghanistan Zentralbank in Kabul
انځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

د جمعې په ورځ په نیویارک کې یوې قاضۍ سپارښتنه کړې ده چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱ قربانیان اجازه نه لري چې د افغانستان د مرکزي بانک له شتمنیو څخه چې د طالبانو له خوا د قدرت نیول کیدو په نتیجه کې په امریکا کې کنګل شوي، غرامت ترلاسه کړي.

په منهټن کې د امریکایي محکمې قاضۍ سارا نتبرن وویل چې د افغانستان مرکزي بانک له قضايي تعقیب څخه مصئون دی او د کنګل شوو پيسو آزادول په افغانستان کې د طالبانو ادارې په رسمیت پيژندلو په معنی ده؛ هغه کار چې یوازې د امریکا ولسمشر یي کولی شي ترسره کړي.

نتبرن همدارنګه په خپل حکم کې له دغو پيسو څخه امریکایي قربانیانو ته د غرامت ورکولو په اړه لیکلي دي «د طالبانو د بریدونو قربانیانو کلونه د عدالت، ځواب وېنې او جبران خسارې له پاره مبارزه کړې ده. دوی د نورو په پرتله لږ حق نه لري، خو قانون هغه جبران خساره محدودوي چې محکمه یې کولی شي د تادیه کولو اجازه ورکړي او دغه محدودیتونه د افغانستان مرکزي بانک د محکمې له اختیاراتو څخه پورته ګڼي.»

د نتبرن دغه سپارښتنه په منهټن کې د امریکا متحده ایالاتو د سیمه ایز قاضي جورج دنیلز، له خوا ارزول کیږي. نوموړی هم په دې برخه کې د دغې قضایي دعوې نظارت کوي او کولی شي پریکړه وکړي چې آیا غواړي دغه سپارښتنه ومني او که نه.