امریکایي سرتیري عراق ته رسیدلي دي
۱۳۹۳ آبان ۲۰, سهشنبهواشنگټن د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۱۰مه) اعلان کړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو ځواکونه عراق ته رسیدلي دي، تر څو د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې پر ضد جگړه کې د عراق ځمکني ځواکونو ته سلا مشوې ورکړي.
د پنتاگون د مطبوعاتي برخې مسوولې ایلیسا سمت، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې عراقي ځواکونو ته د سلا مشورې ورکولو له پاره شا او خوا ۵۰ امریکایي سرتیرې حدیثة، ته څیرمه د الاسد هوایي ډگر ته رسیدلي. د هغې په وینا دغه سرتیري به د پوځي عملیاتو له پاره د جبهې سروې وکړي او عراقي ځواکونو ته به لازمه لارښوونه وکړي.
خو نوموړې په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې دغه کسان یوازې د دې له پاره په وسلو سمبال دي چې د خپل ځان ساتنه وکړي او په وینا یې دوی به د سیمي سني قبایلو ته وسلې ور نه کړي.
په اوسني وخت کې شا او خوا ۱۵۰۰ امریکایي عسکر په عراق کې دي چې زیاتره برخه یې په پلازمینه بغداد او د ایربیل په ښار کې میشت دي. د دغو سرتیرو دنده د امریکایي تأسیساتو ساتل او د عراقي ځواکونو روزل دي. تیره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما عراق ته د نورو ۱۵۰۰ اضافي سرتیرو لیږل تائید کړل تر څو عراقي او کردې ملیشې د اسلامي دولت، افراطي ډلې پر ضد د مبارزې له پاره وروزي.
د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلاف په عراق او سوریه کې له میاشتو راهیسې د نوموړې افراطي ډلې مورچلې په نخښه کوي.
تر مصره د نفوذ غځیدل
په عین وخت کې د «انصاربېت المقدس» په نوم راډیکالې اسلامپالې ډلې چې د القاعدې له ترهگر سازمان سره اړیکه لري د اسلامي دولت، افراطي ډلې سره د وفادارۍ ژمنه کړې ده. د انصار بېت المقدس په نوم ډلې د مصر ډیر شمیر امنیتي ځواکونه وژلي دي.
په قاهره کې د سیاسي او ستراتیژیکو مطالعاتو له مرکز څخه د سیمې د امنیتي چارو کارپوه ایمان رغب، د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د انصار بېت المقدس، ډلې اعلان له عراق او سوریې څخه د باندې په مشخص ډول په سیمه کې د اسلامي دولت، افراطي ډلې ملاتړ په گوته کوي. د هغه په وینا پر دې سربیره دا پر القاعدې باندې د اسلامي دولت نفوذ ښيي.
نوموړي کارپوه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «د مصر د امنیتي ځواکونو له خوا د سینا نیمه ټاپو کلابندۍ سره هغوی [انصار بېت المقدس] د منابعو له کمښت سره مخامخ شوي دي. له اسلامي دولت، سره د یو ځای کیدو ژمنه به له هغوی سره په دې کې مرسته وکړي چې د ځوانانو خواږي تر لاسه کړي او یا کیدای شي د نورو گروپونو ځوانان خپلو لیکو ته جذب کړي او یا هم خپله د اسلامي دولت، له لوري لوژیستکي ملاتړ تر لاسه کړي.»
د اسوشیتد پریس خبري آژانس په لیبیا او عراق کې د تندلارو جهادي ډلو له لوري د دغسې ژمنې چې د دوشنبې په ورځ پر انټرنیټ خپرې شوې وې، رپوټ ورکړی دی.
اسلامي دولت ډله په دې هڅه کې ده چې د منځني ختیځ په ډیره برخه کې خلافت رامنځ ته کړي. دغې افراطي ډلې د عراق او سوریې یو شمیر سیمي نیولي دي او په وحشیانه توگه یې د خپلو مخالفینو پر وژلو لاس پورې کړی دی.