1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ځواکونو د شمیر له کمولو سره مخالفت

سید ریاض (رویترز)۱۳۹۱ بهمن ۲۷, جمعه

یوه امریکایي جنرال ویلي دي چې باید تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو شمیر د ۳۵۲ زرو په شاوخوا کې وساتل شي. دا په داسې حال کې ده چې د پلان له مخې به تر دې نیټې وروسته دغه شمیر ۲۳۰۰۰ ته راټیټ شي.

https://p.dw.com/p/17eoI
انځور: picture-alliance/dpa

جنرال لوید اوستېن، چې د متحده ایالاتو د پوځ د عمومي قوماندې مشري ته نومول شوی دی، د متحده ایالاتو د سنا مجلس په استماعیه غونډه کې ویلي دي چې د افغانستان د پوځ تقویه کول ډیر لگښت ته ضرورت لري. هغه ټینګار کړی دی چې افغان ځواکونه  کولای شي چې د طالبانو د هر ډول ناوړه اقدام پر ضد مبارزه وکړي. جنرال اوستین زیاته کړې ده: «د ډیرو پوځونو ساتل به په قطعي توگه د افغانانو له پاره د ډاډمنتیا وړ وي او همداشان د ناټو په ائتلاف کې به زموږ متحدین خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې کړي.»

نوموړي جنرال تر هغه دوه ورځې وروسته دا څرګندونې وکړې چې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، په خپله کلنۍ وینا کې اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به د ۲۰۱۴ کال تر اوایلو پورې ۳۴۰۰۰ امریکایي سرتیري راوایستل شي. دغه شمیر په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سرتیرو نیمایي برخه جوړوي.

اوباما وویل چې په افغانستان کې د امریکا روانه جگړه به چې له لگښتونو ډکه ده، د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ختمه شي. اوباما په خپله کلنۍ وینا کې دې پوښتنې ته ځواب ور نه کړ چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري وساتي او که نه.

اوباما همداراز د افغان پوځ د شمیر په اړه څه و نه ویل. خو تر دې مخکې  سپینې ماڼۍ ویلي دي چې لږ تر لږه تر ۲۰۱۵م کال پورې به د افغان امنیتي ځواکونو شمیر د ۳۵۲۰۰۰ تنو په شاوخوا کې وساتل شي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ناټو پریکړه کړې وه چې تر ۲۰۱۷ پورې به د افغان امنیتي ځواکونو شمیر ۲۳۰۰۰۰ تنو ته راټیټ کړای شي.

خو اوستېن خبردار ورکړ چې طالبان ښايي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو پر وړاندې خپل بریدونو ته زور ورکړي. هغه زیاته کړه: «تاسو باید د دې اټکل ولرﺉ چې یو بیدار دښمن د د امنیتي مسوولیتونو د لیږد تر بهیر وروسته ښایي په تیزۍ سره د افغان ځواکونو د آزمویلو هڅې پیل کړي.»

د اوسني پلان له مخې امریکا او په ناټو کې یې متحدین غواړي چې د افغان پوځ شمیر ۳۵۲۰۰۰ تنو ته لوړ کړي. خو پلان شوې ده چې دغه شمیر بیا تر ۲۰۱۵ کال وروسته بیرته ۲۳۰۰۰۰ تنو ته راټیټ شي.

اوس په دې اړه خبرې اترې روانې دي چې ایا امریکا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پوځي اډې ولري او که نه. په دې موضوع کې تر ټولو لویه شخړه په افغانستان کې احتمالي پاتیکیدونکو امریکايي سرتیرو ته د قضايي مصونیت ورکول دي. امریکايي چارواکي وايي چې پر دې موضوع توافق و نه شي نو هغوی به په افغانستان کې خپل سرتیري پرې نه ږدي.