پر سوریې د احتمالي برید له پاره چمتوالی
۱۳۹۲ شهریور ۲, شنبهد امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل، ویلي دي چې تر اوسه پورې داسی کومه پریکړه نه شوې چې له مخې يې د بشارالاسد د رژیم پر ضد له پوځي ځواک څخه کار واخیستل شي. په سوريي کې د احتمالي پوځي مداخلې په اړه رپوټونه تر هغه وروسته ورکول کیږي چې د دغه هیواد پاڅونکونکو د اسد پر پلوي ځواکونو باندې د کیمیاوي وسلو د کارولو تورونه ولگول.
که څه هم تر اوسه پورې په دې اړه چې د اسد رژیم دې کیمیاوي وسلې کارولي وي شواهد نه دي موندل شوي، خو د سوریې پاڅونکوونکي ادعا کوي چې د اسد رژيم په دې سیمه کې کیمیاوي وسلې کارولي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د سوریې فعالینو په انترنت کې یوه ویدیو هم خپره کړې ده چې په کې د ماشومانو په ګډون یو شمیر بې هوشه کسان ښوول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي جمهوري غوښتونکي سیاستوال ایلیت اینجل، له اوباما څخه غوښتې وو چې که د اسد د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونه به اثبات ورسیږي نو امریکا باید د دغه رژیم پر ضد هوايي بریدونه ترسره کړي. اینجل ټینگار کړی وو د سوريي د رژیم له خوا د پاڅونکونکو پر ضد له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستل له هغې «سرې کرښې» څخه تیریدل دي چې د امریکا حکومت دې ته اړ باسي چې د دغه رژیم پر ضد په پوځي اقداماتو لاس پورې کړي.
د رویترز خبري آژانس د یوه لیک په حواله چې اینجل ولسمشر اوباما ته استولی دی لیکلي دي چې دغه امریکايي لوړپوړي چارواکي له بارک اوباما څخه غوښتي دي چې د سوريي د رژیم پر ضد دې هوايي برید ترسره کړي. د اینجل په لیک کې راغلي دي: «که موږ له خپلو متحدینو سره یو ځای د اسد د حکومت له خوا د کیمیاوي وسلو د کاروني د شواهدو تر اثباتیدو وروسته هم عملیات نه کوو نو دا به د نړۍ تیري کوونکو حکومتونو ته د غلط پيغام د استولو په معنی وي.»
دا په داسې حال کې ده چې د سوريې حکومت هغه تورونه رد کړي دي چې د اسد حکومت د خپلو مخالفینو پر وړاندې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی.
څیړنې روانې دي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون، ویلي دي چې په سوريې کې د کیمیاوي وسلو استعمال د یوه « بشري جنایت» په معنی ده. بان زیاته کړې ده چې د پاڅونکونکو د ادعا په اړه باید ژر تر ژره څیړنې وشي.
له بلي خوا د امریکا حکومت هم ویلي دي چې د سوريي د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه د شواهدو راټولولو په هڅه کې ده.