امریکايي طالب له زندانه آزاد شو
۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبهلینډ چې په امریکايي طالب هم پيژندل کیږي، ظاهرا په زندان کې د ښه چلن له کبله درې کاله تر مخه آزادیږي.
لینډ په ۲۰۰۱م کال کې هغه مهال په افغانستان کې ونیول شو چې امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان برید وکړ. د ۲۰۰۲م کال په اکتوبر میاشتې کې دی په متحده ایالاتو کې د ترهګرۍ اړونده جرمونو په تور په ۲۰ کاله بند محکوم شو.
دغه ۳۸ کلن په وروستیو کې په انډیانا ایالت کې بندي وو. لینډ لومړنی امریکايي وو چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې تر پيښو وروسته د دغه هیواد له لوري د «ترهګرۍ پر ضد» پیل شوې جګړه کې ونیول شو.
لینډ په ۲۰۰۱م کال کې تر نیول کیدو وروسته له طالبانو او القاعدي غړيو سره په مزار شریف کې په یوه زندان کې ساتل کېدی چې بندیانو بلوا وکړه.
په دغه بلوا کې د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې یو کارکوونکی ووژل شو. خو لینډ په دغه قضیه کې نه وو محکوم شوی.
(S.R/N.Z(dpa