امريکا: ISI زموږ پر ضد پټه جگړه کوي
۱۳۹۰ شهریور ۳۰, چهارشنبهدغه خبري د امريکا د متحده ايالاتو لوی درستيز، مايک مولن، د پاکستان د لوی درستيز جنرال، اشفاق کياني، سره په يوه غونډه کي کړي.
دغه غونډي چي څلور ساعته يي دوام کړی، مولن پر پاکستان زور راوړی، چي د اورپکو سره خپلي اړيکي وشلوي.
د کارنيګي (Carnegie) د سولي نړيوالي مؤسسي ته په خپلو خبرو مايک مولن ويلي دي، چي آی ايس آی بايد د حقاني شبکې سره خپلي اړيکي وشلوي او د هغوی د پټ حمايت څخه دي لاس پر سر سي:
« آی ايس آی دغه کار کوي، د اوږدې مودي لپاره يي د هغوی سره پټه مرسته کړې. دا په دغه هيواد کي ستراتيژي ده او زما په نظر په راتلونکي کي دغه ستراتيژي بايد بدلون ومومي.»
د امريکا متحده ايالات د حقاني شبکې د طالبانو له ډلي څخه تر ټولو خطرناکه بولي او وايي چي تيره اونۍ په کابل کي د امريکا پر سفارت، د ناټو پر پوځي مقر او د ملي امنيت پر ودانيو بريد دغي ډلي تر سره کړی.
په تير وخت کي داسي اټکل کيدی، چي د پاکستان استخباراتي شبکه آی ايس آی په دې خاطر له دغي ډلي څخه ملاتړ کوي، چي د امريکا متحده ايالات د افغانستان خپل سرتيري وباسي نو په سياسي جوړجاړي کي به دغه ډلي ته ونډي ورکول لپاره چنه ووهي.
تر دې تور وروسته چي د پاکستان استخباراتي شبکه په پټه د حقاني شبکې ملاتړ کوي د اسلام آباد او واشنګټن تر منځ د اړيکو د خرابېدو خطر لا پسي ډير سوی.
امريکا په وار وار له پاکستان څخه غوښتي، چي د حقاني شبکې پر ضد پوځي عمليات تر سره کړي. کوم چي ګمان کيږي د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کي خوندي پټنځايونه لري.
تردې د مخه واشنګټن پوسټ ورځپاڼي خبر ورکړی وو، چي امريکايي چارواکو په تيرو ورځو کي اسلام آباد ته وخت ورکړی تر څو د حقاني شبکي سره خپلي اړيکي وشلوي او ګواښلي يې دي، که چيري د هغوی سره خپلي اړيکي ونه شلوي او د هغوی د مشرانو سره د مرستو څخه لاس پر سر نه سي نو د امريکا متحده ايالات به يو اړخيز ګام پورته کړي.
اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل