امريکا په خليج کي لايزري وسلې آزمويي
۱۳۹۲ فروردین ۲۰, سهشنبهدغه پوځي آزموینه به په راتلونکو اتلسو میاشتو کې د فارس خلیج په امریکايي کښتۍ کې ترسره شي.
پر دې سربیره د امریکا سمندري ځواکونو د دغي وسلې د یو شمیر آزموینو ویدیوگانې چې لا تر دې مخکې ډکې شوې وي خپرې کړي دي.
په دغو ویدیوگانو کې ښوول شوي دي چې دغه وسله څرنگه بې پیلوټه الوتکي او وړوکي کښتۍ له منځه وړي.
دغه اعلان ښايي ایران ته یو گواښ وي، چې په خلیج کې په کوم اقدام لاس پورې نه کړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې پر ایران باندې د دې هیواد د اتومي شخړې له کبله نړیوال بندیزونه لا پسې ډیر شوي دي.
له ایران سره د دغه هيواد د اتومي پروگرام په اړه د آلمان په شمول د امنیت شورا د دایمي غړو هیوادو وروستۍ خبري اتري هم کومي نتيجې ته و نه رسیدې.
د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د څېړنیزي ادارې مشر ماتیو کلوندر، دا خبره روښانه کړې ده چې دغه لايزري وسله څومره لیري اهداف په نخښه کولای شي.
د دغې وسلې لایزر پرته له ځانگړو وسایلو په سترگو نه ليدل کيږي. پر دغه لايزري وسلې باني د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواکونو۴۰ میلیونه ډالر مصرف کړي دي.
پر دې وسلې باندې له تیرو شپږو کلونو راهیسې کار روان وو. د سمندري ځواکونو په حواله په دغه سیستم باندي د هري پوځي کښتۍ سمبالول به ۳۸ میلیونه ډالر لگښت وغواړي.
د امریکا کانگرس څیړنیزې څانگې ویلي دي چې دغه وسله د امریکا سمندري ځواکونو ته ډیر چانسونه برابروي. د هغه په خبره دغه ډول وسلې کولای شي چې د سمندري ځواکونو په تکتیک، د کښتویو په جوړښت او پلانونو کې بدلون راولي.