امريکا: روسيې د سوريې پر ښوونځيو بمونه غورځولي دي
۱۳۹۴ دی ۹, چهارشنبه
د امريکا د متحده ايالاتو له خوا پر روسيې تور لګول سوی چي يه سوريه کي يې په سلهاو ملکيان د بمباريو په ترڅ کي وژلي دي. واشنګټن ويلي دي چي د مسکو جنګي الوتکو په سوريه کي ښوونځي، بازارونه او طبي مراکز په نخښه کړي دي.
ويل سوي چي د روسيې د بمباريو له کبله د نومبر مياشتي په لومړۍ نيمايي کي تر ۱۳۰ زرو څخه زيات سوريايان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ سوي دي. د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو، د بشري حقونو د څار سازمان، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو له پاره د سوريې ډلې هم پر روسيې تور لګولی وو چي په سوريه کي يې په خپله بمبارۍ کي ملکي کسان وژلي دي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چي جان کېري د دوشنبې په ورځ د خپل روسي سيال سره خبري وکړې. زياته سوې چي کېري په دغو خبرو کي د روسيې له خوا په سوريه کي د ملکي ځايونو په نخښه کولو په تړاو خپله اندېښنه څرګنده کړه.
روسيه وايي چي د سوريې د ولسمشر بشارلاسد سره د جهاديانو پر ضد جګړه کي مرسته کوي. خو د امريکا په مشرۍ پوځي ائتلاف پر ماسکو تور لګوي چي د بشارالاسد د رژيم د تقويه کولو له پاره هغه ياغي ډلې په نخښه کوي چي د لويديځ له خوا ورسره مرسته کيږي.