امريکا، د پاکستان په وړاندي د افغان ولسمشر له موقف څخه ملاتړ کوي
۱۳۹۰ مهر ۱۱, دوشنبهښاغلي کروکر د بلخ ولايت والي عطامحمد نور سره يوځای په يو خبري کنفرانس کي، په داسي حال کي چي د پاکستان په وړاندي د امريکا او افغانستان موقف يو شان وباله، پاکستان ته يي خبرداری ورکړی تر څو له ترهګرو سره خپلي اړيکي وشلوي.
د امريکا سفير دغه راز وويل، افغانستان او امريکا هوډ لري تر څو اوسني وضعيت بدل او له ترهګرو څخه د اسلام اباد ملاتړ ختم کړي.
« د پاکستان په وړاندي د افغانستان او امريکادريز يو دی، موږ په کلکه د جمهوررئيس حامد کرزي له څرګند ونو ملاتړ کوو، بېله شکه په افغانستان کي د سولي د راتګ لپاره بايد له پاکستان سره خبري وسي. دا ځکه چي، پاکستان د افغانستان په پيښو کي ښکيل دی. دغه هيواد بايد د ترهګرو سره د مبارزې په برخه کي صادق اوسي.»
د امريکا سفيرهمدا شان په افغانستان او سيمه کي د ترهګرو پر ځپلو ټنګار وکړی او ويې ويل، چي امريکا به له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
کروکر وويل، هيواد يې له افغانستان سره د اوږدې مودې ملاتړ ته ليوال دی، او په همدي موخه د کابل او واشنګټن تر منځ پر ستراتيژيک مسودې کار روان دی.
له هغي نيټي راهيسي چي راين کروکر په افغانستان کي د امريکا د سفيرپه توګه ټا کل سوی دا مزارشريف ته د هغه لومړنی سفردی، او په دغه سفرکي نوموړي د بلخ سيمه ييزو دولتي چارواکو سره په دغه ولايت کي د بيا رغاونو پراختيايي پروژو په تطبيق او همدا شان په مزارشريف کي د امريکا د کنسلګرۍ د جوړيدو په اړه خبري وکړې.
عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل