امريکا: د اېډززنداني ناروغان
۱۳۸۶ دی ۲۱, جمعهنوموړی وزارت د اېډزپه ناروغۍ د اخته زندانيانوپه مقابل کې خپل مکلفيت ته پام نه کوي او د هغوۍ حق ترپښولاندې کوي. د سخته ناروغوزندانيانو د درملنې لپاره مقررات اومېتودونه له هر لحاظه نيمگړي دي.
د امريکاپه متحده ايالتونوکې تقريباً دېرش زره تنه مهاجرين په زندانونواوهېواد ته د بېرته لېږلوپه مرکزونو کې موجود دي.
پرناروغانوملنډې وهل
د هيومن رايټس واچ راپور د ويکتوريا » ارېلانو « پرمړينې باندې رڼااچوي.هغه دري ويشت کلنه ښځه، چې د اېډزوېروس يې درلود او د کاليفورنيا د ايالت د سان پېدرو د هېواد ته بېرته لېږلوپه زندان کې تراتواوونيو حبس وروسته، د روان هجري، لمريزکال د چنگاښ په مياشت کې مړه شوه.
د راپورونوله مخې، » ارېلانو « ترهغه وروسته چې درملنه يې رد شوه، ډېره سخته ناروغه شوه. ويل کيږي، چې نوروښځينه زندانيانو، چې له » ارېلانو « سره په يوې کوټې کې وې، څوڅوځلې هڅه وکړه، چې د زندان د مسؤلينوپام د ځوانې » ارېلانو « خراب روغتيايي وضيعت ته ورواړوي - خو بې له برياليتوبه. کله چې نوموړې بالاخره د ناروغانوکوټې ته يووړل شوه، نوويل کيږي، چې د زندان کارکونکوملنډې پرې وهلې. » ارېلانو « د خپلې کوټې نوروزنداني ښځوته، ترخپل مرگ لنډه موده مخکې، وويل چې: » وضيعت داسې وو، لکه سړی چې يو ډارونکی خوب ويني. «