امريکاپر عراق باندي سختي نيوکي کړي
۱۳۸۶ مرداد ۳۱, چهارشنبهاعلان
د امريکې متحده ايالتونو د عراق پر لومړي وزير نوري المالکي باندې سختې نيوکې کړې او په عراق کې د هغه هېواد سفير ريان کروکر Ryan Crocker ويلي، چې د المالکي حکومت يو مايوس کوونکي بيلانس په لاس راکوي. هغه په دې نه دئ توانېدلی چې دښمنې ټولنيزې ډلی سره پخولا کړي.
د امريکې مشر جارج بوش هم له مالکي څخه فاصله نيولې ده. بوش په کاناډا کې د شمالي امريکې پر سرمشريزه غونډه کې د برخې اخيستنې پر موقع څرگنده کړې، چې د عراق وگړي له خپل سياسي مشرتابه څخه خوښ نه دي.
کروکر غواړي د سپتمبر په مياشت کې د عراق د چارو د پرمختگ رپوټ وړاندې کړي. نوموړی په عراق کې د امريکې د راتلونکي سياست بنسټ اېښوونکی بلل کيږي.