امريکايي پوځي افسر په اعدام محکوم سو
۱۳۹۲ شهریور ۷, پنجشنبهتر دې مخکې څارنوالانو د حسن له پاره د اعدام سزا غوښتې وه. حسن د ۲۰۰۹ کال په نومبر میاشت کې د تکساس په فورد هود پوځي اډه کې د خپل برید په ترڅ کې همداراز ۳۱ کسان ټپیان کړي هم ول.
په خټه فلسطیني امریکايي حسن د محکمې پر وړاندې له خبرو کړنو څخه ډډه وکړه. هغه د محکمې په پیل کې د قاضیانو پر وړاندې دا خبره ومنله چې هغه د ۲۰۰۹ کال وژنې ترسره کړې دي.
د پوځي محکمو په صورت کې د استیناف حتمې وي. دا په دې معنی ده چې کیدای شي د حسن د اعدام حکم اجرأ کیدل څو کاله وخت ونیسي. پخپله حسن هم اوس پر خپلو پښتو مزل نه شي وهلای. کله چې هغه د فورد هود پوځي اډې په طبي بخش کې پر امریکايي سرتیرو باندې ډزې کولې نو یوه بل امریکايي منصبدار هغه وویشت. نضال حسن تر دې مخکې د فورد هود په پوځي اډه کې روان پیژندونکی (روانشناس) وو.
حسن هغه وخت د انتظار په یوه خونې کې پر ناستو کسانو باندې ډزې وکړې. دغه کسان عراق او افغانستان ته تر تلو مخکې د طبې معایناتو له پاره راغلی ول. په دغه برید کې د یوې حامله دارې میرمنې په گډون ۱۳ کسان ووژل شول.
د دیني استدلال کولو اجازه ور نه کړل شوه
تر دې مخکې د محکمې پر مهال قاضیانو حسن ته اجازه نه وه ورکړي چې په دې اړه استدلال وکړي چې د هغه له خوا ترسره شوی برید د اسلام او د طالبانو د مشرانو د ساتلو له پاره ضروري وو. پوځي څارنوال مایک مولیگن، د محکمې تر فیصلې مخکې ویلي وو: «هغه یو مجرم دی. هغه یو قاتل دی.»
تر دې مخکې قاضیانو حسن د دیارلسو قتلونو او ۳۲ وارې د قتلونو د هڅې کولو په تورو کې مجرم بللی وو. اوس به نو حسن یوه پوځي زندان ته واستول شي. له دې سره نو حسن له ۲۰۰۵ کال راهیسې حسن لومړی امریکايي سرتیری دی چې ورته د اعدام سزا اورول شوې ده.