امريکايي سناتوران: طالبان تر پخوا پياوړي دي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سهشنبهد امریکا د سنا غړي دانيې فاینستاین، او د دغه هیواد د سنا یو بل غړي مایک راجرس، له CNN تلويزيون سره په مرکه کي ویلي دي چي دغه دواړه سناتوران په دې اند دي چي اوس طالبان د پخوا په پرتله لا ډیر پیاوړي شوي دي. دې سناتورانو تیره اوونۍ افغانستان ته سفر کړی وو.
تر دې دمخه د متحده ایالاتو د دفاع وزارت، کانگرس ته په یوه رپوټ کي ویلي ول، چي د ولسمشر اوباما له خوا افغانستان ته د ۳۳۰۰۰ اضافي سرتیرو په استولو سره په دغه هیواد کې طالبان کمزوره شوي دي.
په ۲۰۱۱ کال د دفاع وزارت له خوا په دې اړه په یوه خپاره شوي رپوټ کي راغلي ول چي په تیرو پنځو کولونو کي د لومړي ځل له پاره د یاغیانو په بریدونو کي کموالی راغلی دئ. دا په داسي حال کي ده چي د رپوټ په حواله د کندهار په شاوخوا سیمو کي تاوتریخوالی زیات شوی دئ.
د امریکا د سنا دیموکراتي غړي دانیې فاینستاین، وویل چي په پاکستان کي دیني مدرسې افغانستان ته یاغیان استوي.
کابل او واشنگټن تيره اوونۍ د ستراتيژيکو همکاریو تړون لاسليک کړ. دا تړون تر۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان او امریکا تر منځ اوږد مهاله همکارۍ تعریفوي.
مایک راجرس وویل چي، دا چي امریکا له افغانستان څخه د خپلو جنگي سرتیرو د ايستلو نېټه اعلان کړې ده، او بله خوا ئې له طالبانو سره د سولي خبري اتري پیل کړي دي، کیدای شي چي دا په افغانستان کي د متحده ایالاتو ټاکل شوي هدف چې د تروريستانو د پټنځایونو له منځه وړل دي له گواښ سره مخامخ کړي:
«لومړنی هدف دا دئ چي د هغوی پټنځایونه له منځه یووسي، او دا کار طالبانو ته د ستراتیژیکي ماتي د ورکولو له لاري شونی دئ. موږ باید همداراز په پاکستان کي هم د یاغیانو پټنځایونه له منځه یوسو.»
متحده ایالات به په روان کال کي هغه ټول اضافي سرتيري بيرته له افغانستان څخه و باسي، چي په ۲۰۰۹ کال کي ئې ور لېږلي ول. د اضافي سرتيرو تر را وتلو وروسته به ۶۸۰۰۰ امریکايي سرتيري پاته وي.
سناتور راجرس او سناتوري فاینستاین، وویل چي امریکا باید د حقاني ډله چي د هغوی په حواله په پاکستان کي میشته ده له منځه یوسي:
«هغوی شاوخوا ۵۰۰ امریکايي سرتیري وژلي دي. هغوی د پاکستان په میران شاه کي میشت دي. موږ باید دې ته د پای ټکی کښېږدو.»
که څه هم متحده ایالاتو په وارو واري له پاکستان څخه غوښتي دي چي د حقاني ډلي پر وړاندي عملیات وکړي خو د پاکستان حکومت د دغه کار له ترسره کولو څخه ډډه کوي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل