1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان سره ۴۳۰ میلیونه یورو ملکي مرستې کوو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعه

المان به له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د بیارغاونې له پاره هر کال ۴۳۰ ملیونه یورو ولګوي. تر دې مخکي دغه هیواد د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره هر کال د ۱۵۰ میلیونه یورو مرستو اعلان هم کړی وو.

https://p.dw.com/p/14xGw
انځور: DW

د المان د پرمختیایي مرستو وزیر دیرک نیبل، دغه خبره مخکی له دی چی د جمعې په ورځ د اتو صنعتی هیوادونو (G8) د سرمشرییز په لور روان شي په برلین کی وکړه. نیبل وویل: «په لومړي سر کې به موږ خپلې مرستې په اوسنۍ کچه خوندي وساتو.»

تیره اونۍ له افغانستان سره د اوږد مهالو همکاریو د تړون تر لاس لیکولو وروسته د المان صدراعظمې انګلا میرکل، اعلان وکړ چې د افغانستان د ملي پوځ او ملي پولیسو د رزونې د تمویل له پاره په المان هر کال ۱۵۰ ملیونه یورو له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان او المان ستراتیژیک تړون په نهو مادو کې خلاصه شوی دﺉ او د افغانستان ملکي رغونې ته پکښې ځانګړې پاملرنه شوې ده چې دواړه اړخونه یعنی افغان حکومت او د المان فدرالي جمهوریت مکلف کوي چې په دې لاره کې پر خپلو ژمنو ټینګ ولاړ وي.

دغه ملکي مرستې د پوځي مرستو سر بیره افغانستان ته ورکول کیږي. په دې ترتیب نو له ۲۰۱۴ کال وروسته المان په ټولیزه توګه له افغانستان سره هر کال ۵۸۰ میلیونه یورو مرستې کوي.

د امریکا متحده ایالاتو په کمپ دیوید کې د جمعې په ورځ د اتو صنعنی هیوادونو له مشرانو سره تر لیدنې کتنې وروسته، د المان صدر اعظمه انګلا میرکل د یکشنبې په ورځ په شیکاکو کې د ناتو په سرمشرییزه کې ګدون کوي.

په افغانستان کې د ناتو د ماموریت ارزول او دا چې وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه د افغانستان امنیتي ځواکونه څرنګه په خپلو پښو باندې ودرول شي، د دغې سرمشرییزې مهمه اجندأ جوړوي.

د غونډې کوربه، ولسمشر بارک اوباما، هڅه کوي چې خپل نور متحدین قانع کړي چې د افغانستان د امینتي ځواکونو د روزنې او تمویل له پاره پراخې مرستې وکړي. ویل شوي دي چې د دې هدف له پاره لږ تر لږه ۴.۱ میلیارده ډالر په کار دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش