1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان سومالیا سره د نوو مرستو په اړه فکر کوي

۱۳۹۰ تیر ۳۱, جمعه

په داسي حال کي چي ملګرو ملتونو په سومالیا کي د بیړنی حالت د اعلان ګواښ کړی، المان ویلي چي د شرقي افریقا د اوسیدونکو سره به خپلی مرستي لا په سی ډیري کړي. المان لا د پخوا د 14 ملیونو ایرو مرستو ژمنه کړي

https://p.dw.com/p/121kr
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa

د المان د پرمختیا وزیر د جمعی په ورځ وویل چي المان په سومالیا ته لا ډیري پیسی ولیږی ترڅو دغه هیواد وشي کولای د لوږي د کړکیچ سره مبارزه وکړي.

د المان د پرمختیا وزیر یوي ورځپاڼي سره په مرکي کي ویلي چي نړیواله ټولنه ټول ممکنه مرستي د سومالیا سره ترسره کوي ترڅو دغه هیواد د خپل کورني کړکیچونو سره مبارزه وکړي.

هغه زیاته کړي چي په همدی لړ کي المان هم له دغه هیواد سره د لا ډیرو مرستو د ترسرکولو په اړه فکر کوي.

تر دي مخکي المان شرقی افریقا سره د 14 ملیونو ایرو مرستو د ترسره کولو ژمنه کړي وه چی د المان د پرمختیا د وزیر په حواله دغه پیسي د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو د سازمان لخوا افریقا ته رسول کیږي.

د پنجشنبي په ورځ ملګرو ملتونو د افریقا حالت بیړني تعریف کړ او ګواښ یي وکړ چي په دغي سیمي کي 3.7 ملیونه انسانان د لوږی له امله د خپل د ژوند د له لاسه ورکولو د خطر سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو دا خبره هم کړي چي په افریقا کي د لوږي د کړکیچ سره د مبارزی په موخه 1.6 میلیاردو ډالرو ته اړتیا لیدل کیږي چي له دغو پیسو څخه د یوازي 880 ملیونو ډالر ژمني د نړیوالي ټولني لخوا شوي دي.

په داسي حال کي چي په سومالیا کي د لوږی کړکیچ مخ په بیاوړي کیدو دي له دغه هیواد څخه څه نا څه 78000 وګړي د دغه هیواد ګاوڼډیو هیوادونو، کینیا او ایتوپیا ته اوښتی.

د کینیا چارواکو هم کواښ کړی چي د مهاجرو په کمپونو کي یي خوراکي او نوري منابع مخ په ختمیدو دي. د داداب کمپ چی په کینیا کی پروت دی یوازي د 90000 کسانو لپاره جوړ شوی خو اوس په دغه کمپ کي څه نا څه 440000 کسان ژوند کوي.

وروسته له هغي چي ملګرو ملتونو د سومالیا د کړکیچ په اړه خپله انديښنه وښوده، د اروپایي ټولني د مرستو د کمیټی مشره، کریستینا جیورګیفا، دغه هیواد ته د سفر پریکړه کړي ترڅو دا خبره روښانه کړي چي له دغه هیواد سره اروپایي ټولنه کومي مرستي ترسره کولای شي.

که څه هم با کینیا کي مرستو ته ډیره اړتیا لیدل کیږي خو د دغه هیواد ځینو برخو ته د مرستو رسول ښایي ډیر ستونزمن او حتی ناممکنه کار وي ځکه چي د کینیا ‎ځیني سیمي په دغه هیواد کي د اسلامپالو پاسونکونکو لخوا کنترولیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم