1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني سياستوالو پر اوکراين نيوکې کړي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۹, شنبه
https://p.dw.com/p/14mPL

د المان د مرکزي شورا «بوندستک» د کورنيو چارو د کمېټې رئيس ولفگانگ بوسباخ، پر اوکراين باندې غږ کړی دئ چي د فټبال د اروپايي جام د سياليو پر وخت د لوبغاړو او مينه والو امنيت ټينگ کړي.

د فټبال دغه سيالۍ د جون د اتمي نیټې څخه بيا د جولای د لومړۍ نېټي پوري په اوکراين هيواد کي پلان سوي دي. بوسباخ له هغه وروسته دا څرگندونې وکړې چي يوه ورځ تر مخه په اوکراين کې يو شمېر چاودنې وسوې چي پکښي خلکو ته ژوبله واوښته.

الماني سياستوال بوسباخ د «دي وېلت» نومې ورځپاڼې سره په مرکه کي ويلي دي چي د اوکراين چاودنې باید په دغه هيواد کي د فټبال د اروپايي سياليو د ځنډولو سبب و نه گرځي. هغو زیاته کړې ده چې د دې کار له پاره باید اوکراين امنيت ټينگ کړي.

په همدغه ورځپاڼه کي د المان د کورنيو چارو وزير هانس پېتر فريدريش، پر اوکراين غږ کړی دئ چي پخوانۍ لومړۍ وزيره يوليا تيموشېنکو دې خوشې کړي چې هغه وکولای سي خپله اړينه درملنه وکړي.