1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني بانک ۵۵ مليارده يورو وموندلې

۱۳۹۰ آبان ۷, شنبه

د المان د مالي چارو وزير، ؤلفګانګ شويبله، ښايي ډېر خوشاله وي. يوه الماني بانک چي د ډېوالي کېدو د ګواښ له کبله حکومتي سوی ؤ په محاسبه کي خطا وتلی ؤ. نوې محاسبې د المان حکومت ته د ۵۵،۵ ملياردو يورو ګټه ورسوله.

https://p.dw.com/p/131SI
د محاسبي له کبله پیدا شویو پیسو د المان اقتصاد ته ګټه رسولې
د محاسبي له کبله پیدا شویو پیسو د المان اقتصاد ته ګټه رسولېانځور: drovosek/Fotolia

د المان د مالي چارو وزير د دې لپاره ډېر مشهوره دی چي هيڅ ډول اداري او ورته تېروتنې نه بخښي. خو ښايي د يوه الماني بانک غلطي محاسبې اوس هغه ډېر خوشاله کړی وي. د هيپو ريل سټېټ بانک کارپوهانو د ۲۰۱۰م مېلادي کال لپاره ناسمي محاسبې کړي وې چي دغه خبره اوس بربنډه سوې ده. د دغې بربنډېدنې له کبله د المان د حکومت په شتمنيو کي د ۵۵،۵ ملياردو يورو زياتوالی راغلی دی.

د هيپوريل سټېټ بانک د ډېوالي کېدو د ګواښ سره مخامخ ؤ چي له همدې کبله دغه بانک حکومتي کړل سو او پورونه يې هم حکومتي سول. دا چي اوس دغه بانک د پخوانيو محاسبو څخه زياتي پيسې لري د المان د مالي چارو وزارت يې د مالي لحاظه تقويه کړی دی.

د المان د مالي چارو د وزارت وياند هم اوس د المانۍ آنلاين پاڼي «شټېرن» هغه راپور تائيد کړی دی چي پکښي د دغې ناسمي محاسبې د موندل کېدو معلومات خپاره کړل سوي ول.

د راپور د رابرسېره کېدو وروسته په لومړي سر کي ويل سوي ول چي نوي موندل سوي پيسې صرف ۲۴،۵ مليارده يورو دي. خو اوس د مالي چارو وزارت د دې پخلی کړی دی چي د موندلو سوؤ پيسو مقدار په ټوليزه توګه ۵۵،۵ مليارده يورو دی. پدغو کي ۳۱ مليارده هغه مقدار دی چي نوموړي بانک د ارزښتونو په خرڅولو سره په روان مېلادي کال کي تر لاسه کړي دي.

د المان د مالي چارو وزارت ويلي دي چي د بانک د کارپوهانو لخوا د غلطي محاسبې پدغه موضوع څو اونۍ تر مخه لا خبر سوی ؤ. زياته سوې چي د المان حکومت د دغو نوؤ تر لاسه سوؤ پيسو په هکله په بروکسل کي د اروپايي ټولنې د احصايو اداره هم خبره کړې ده.

د نوؤ موندل سوؤ پيسو په مرسته د ۲۰۱۰ م کال لپاره د المان د دولتي قرضې فيصدي د خالص کورني عاید د ۸۴،۲ څخه و ۸۳،۲ ته راټيټه سوې ده.معنا دا چي د موندلو سوؤ پيسو له کبله د المان په بشپړه دولتي پور کي د يو فيصد کمښت رامنځ ته سوی دی.

د روان ۲۰۱۱م کال لپاره به موندل سوي پيسې دا اغېز ولري چي د المان د بشپړه قرضې فيصدي د خالص کورني عاید و ۸۱،۱ فيصدو ته راټيټ سي. که په ټوليزه توګه د نوؤ موندلو سوؤ پيسو اغېز د دوؤ کلنو لپاره وکتل سي نو د المان په بشپړه قرضه کي د ۲،۶ فيصده کمښت راځي.

پداسي حال کي چي د يورو د پولي واحد اقتصادي ستونزې لا دوام لري دا ډول د پيسو موندنه حتی د المان غوندي بډای هيواد ته لويه آساني رامنځ ته کړې ده.

خو د يونان د قرضو د معافولو په ترځ کي ښايي د هيپو ريل سټېټ دغه بانک سخت ګوذار وخوري. ولي چي دغه بانک تر اوسه پوري لا د ۸،۸ ملياردو يوناني دولتي ارزښت لرونکي کاغذونه لري. دغه ستونزه ښايي د المان د مالي چارو د وزارت خوشي يو څه راټيټه کړي ولي چي د دغه بانک تاوان د همدغه وزارت تاوان دی. نوموړی بانک اوس حکومتي دی.

آژانسونه/احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش