اللیبي په امریکا کې محاکمه کیږي
۱۳۹۲ مهر ۲۳, سهشنبهد فرانسې خبري آژانس د امریکا د عدليي وزارت په حواله ویلې دي چې ۴۹ کلن اللیبي چې د کمپوټر کارپوه دی د اوونۍ په پای کې امریکا ته رسیدلې دی. هغه تر دې مخکې په لیبیا کې نیول شوی وو. امریکا متحده ایالاتو د اللیبي د نیولو امر صادر کړی وو او د داسې معلوماتو پر سر چې د الیبي د نیولو لامل شي یې پنځه میلیونه امریکايي ډالر جایزه ایښې وه. ویل کیږي چې د اللیبي اصلي نوم «نزیه عبدالحمد الراغي» دی.
اللیبي چې په ۱۹۶۴ کال کې په طرابلس کې زیږیدلې دی د القاعدې د شبکې له پاره يي د کمپیوتري پروګرامونو د یوه کارپوه په توګه کار کړی دی. د نیویارک یوې محکمې د ۱۹۹۸ کال د اګست په میاشت کې اللیبي په کینیا کې د امریکا پر سفارت باندې د بریدونو د پلانولو له کبله تورن کړی دی. د دغه برید په پایله کې ۲۱۳ تنه وژل شوي ول او ۵۰۰۰ نور بیا ټپیان شوي ول.
تر دې وروسته په تنزانیا کې د امریکا پر ماموریت د یوه بل برید په پایله کې ۱۱ تنه مړه او ۷۰ تنه نور ټپیان شول. د القاعدې شبکې د دغو بریدو مسوولیت پرغاړه اخیستې وو.
وروسته تر دې هم د القاعدې شبکې خپلو بریدونو ته دوام ور کړ او د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر یوولسمه نیټه يي په نیویارک کې پر دوو د سوداگرۍ پر نړیوال مرکز او د امریکا د دفاع پر وزارت باندې بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ۳۰۰۰ تنه ووژل شول.
د نیویارک محکمې د دې خبرې پخلې کړی دی چې اللیبي د اوونې په پای کې پولیسو ته سپارل شوې دی. تمه کیږي چې هغه به د سه شنبې په ورځ محکمې ته وړاندې کړای شي.
د امریکا د کماندو یوې خاصې ډلې د اکتوبر په پنځمه نیټه د لیبیا په پلازمینه طرابلس کې اللیبي ونیوه. نوموړی یوازی د نایروبي په بمي بریدونو کې د لاس درلودلو په تور تورن شوې دی.
تیره اوونۍ د امریکا ولسمشر بارک اوباما، وویل چې «اللیبي په نایروبي کې د داسې یوه برید په پلانولو کې مرسته کړی ده چې له امله يي په لسهاو کسانو ته مرګ ژوبله اووختې ده». اوباما زیاته کړه: «له موږ سره په دې هکله ښکاره شواهد او اسناد موجود دي او په دې برخه کې به له انصاف څخه کار واخیستل شي.»