افغان کرکيټ لوبډله له استراليا سره لوبه کوي
۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبهله افغانستان سره تر لوبیدو وروسته به استرالیا له پاکستان سره لوبي وکړي. ویل شوي دي، چي استرالیا له افغانستان سره، ځکه لوبيږي، چي د پاکستان سره لوبه کولو ته تياری ونيسي.
تر دې لوبو وروسته به د سپتمبر په میاشت کي د کرکیټ نړیوالي شل اوریزه لوبي پیل شي، چي درې سره هيوادونه، افغانستان، پاکستان او استرالیا پکښي گډون کوي.
د کرکیټ نړیوالې شل اوریزي لوبي به د روان کال په سپتمبر او اکتوبر میاشتو کي په سریلانکا کي پيل شي. د استرالیا د کرکیټ د ادارې مشر جمز سوترلند، ویلي دي، چي استرالیا تل غوښتل چي له افغانستان سره یوه، یوه ورځنۍ لوبه وکړي.
لا تر اوسه پوري د افغانستان او استرالیا د لوبډلو تر منځ د لوبي بشپړ جزئیات نه دي معلوم. خو جیمز سوترلند ویلي دي: «که څه هم دغه هیواد له ډیرو ستونزو سره مخامخ دﺉ، خو بیا هم په افغانستان کي د کرکیټ پر مختگ ټوله نړۍ حیرانه کړې ده.»
د استرالیا د کرکیټ د ادارې مشر ویلي دي، چي هیواد ئې غواړي چي د کرکیټ لوبه په نړۍ کي لا ډیر پرمختگ وکړي. د هغه په خبره د افغانستان او استرالیا تر منځ اړیکو ته په کتو سره، د دې هیواد د کرکیټ لوبډلي وغوښتل چي له افغانستان سره یوه، یوه ورځنۍ لوبه وکړي.
استرالیا همداراز ویلي دي، چي دغه هیواد به د روان کال د اگست په میاشت کي د ځوانانو د کرکیټ «له نولس کلونو کښته» په نړیوال جام کي د افغان لوبډلي ښې لوبي ته لار څاري. دغه لوبي به په استرالیا کي وشي.
د استرالیا د کرکیټ د ادارې د مشر جمز سوترلند، په خبره د افغانستان او استرالیا تر منځ د یوې ورځنۍ لوبي پریکړه د کرکیټ د نړیوالي ادارې په وروستۍ غونډه کي شوې وه.
افغانستان تر دې مخکي له پاکستان سره هم یوه، یوه ورځنۍ لوبه کړې ده. افغانستان په ۲۰۰۱ کال کي د کرکیټ د نړیوالي ادارې غړی شو. افغان لوبډلي په تیرو لسو کلونو کي ډیري برياوي در لودې.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل