1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکو له طالبانو سره د تړون بياکتنې ته هرکلی کړی

۱۳۹۹ بهمن ۴, شنبه

د افغانستان لوړپوړو چارواکو د شنبې په ورځ د بايډن د ادارې له خوا له طالبانو سره د تړون بياکتنې ته هرکلی ويلی دی. اوس به وکتل شي چې آيا پاڅون کوونکو د دغه تړون سره سم تاوتريخوالی کم کړی،‌ که څنګه.

https://p.dw.com/p/3oKXW
Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

د افغانستان د سولې له پاره د دولت سرپرست وزير ويلي دي چې د بيا کتنې د بهير پايله بايد يوه اوربند ته لاره هواره کړي څو په دغه هېواد کې روان بريدونه پای ومومي. عبدالله خنجاني په يوه ويډيو کې د شنبې په ورځ وويل چې هيله دا ده چې دغه بيا کتنه به «د افغان ولس له غوښتنې سره سمه وي چې د تاوتريخوالي عاجل توقف او سولې ته رسېدل وي.»

د ولسمشر جو بايډن له خوا تازه ټاکل شوي د ملي‌ امنيت سلاکار، جېګ ساليوان له خپل افغان سيال حمدالله محب سره غږېدلی او «د متحده آيالاتو هوډ يې څرګند کړی چې له مخې يې د تړون بيا کتنه»‌ وشي. دغه خبره د ملي امنيت د شورا وياندې اميلي هورن د جمعې په ورځ کړې ده. واشنګټن غواړي وارزوي چې آيا طالبان «پر هغو ژمنو عمل کړی چې له تروريستي ډلو سره د اړيکو پرې کول،‌ په افغانستان کې د تاوتريخوالي‌ کمښت او له افغان حکومت او نورو لوبغاړو سره معنی لرونکي مذاکرات» پکې شامل دي. کله چې له طالبانو سره تماس ونيول شول،‌ هغوی وويل چې کړي «تړون ته ژمن پاتې دي او خپلو ژمنو ته درناوی لري.» محمد نعيم چې په قطر کې د دغې ډلې وياند دی، د فرانسې خبري اژانس ته وويل:‌ «موږ د دې تمه لرو چې بل لوری به هم دغه تړون ته ژمن پاتې شي.»

د کابل لوړپوړو چارواکو د راحت ساه وايستله

د تړون د بیا کتنې اقدام ته د کابل لوړپوړو چارواکو هر کلی کړی او د راحت ساه يې ايستلې ده. د ډېرو مياشتو راهيسې په دې اړه اټکلونه کېدل چې د بايډن نوې اداره به څنګه د افغانستان سياست د سره عياروي. د افغانستان د ملي امنيت سلاکار،‌ حمدالله محب، په ټويټر کې وليکل چې دواړو لورو «توافق وکړ چې د يوه دايمي اوربند او يوې عادلانه او پايدارې سولې» په برخه کې سره کار وکړي. يوه بل لوړپوړي افغان چارواکي د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د مياشتې پر تړون انتقاد وکړ او يې ويل چې دغه تړون کې راغلي اهداف تر لاسه شوي نه دي. صديق صديقي چې د کورنيو چارو د وزارت مرستيال او د ولسمشر اشرف غني پخوانی وياند دی، په ټويټر کې وويل:‌ «دغه تړون تر اوسه هغه هدف چې د طالبانو تاوتريخالی بس او اوربند راشي، په لاس نه دی راوړی چې افغانان ورته سترګې په لار دي.» د هغه په خبره «طالبانو خپلې ژمنې عملي کړې نه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو مياشتو کې په لوی لاس وژنې زياتې شوې دي، په تېره په کابل کې چېرته چې ژورناليستان، فعالين، قاضيان او سياستوال په رڼا ورځ قتل شوي دي. طالبانو په دغو وژنو کې ښکېلتيا رد کړې ده، خو افغان او مريکايي چارواکو په دغې ډلې باندې د بريدونو پړه وراچولې ده. بلې خوا ته د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزارت له پاره د بايډن له خوا نومول شوي انتوني بلينکن ويلي‌ دي چې «موږ غواړو دغه په نوم تلپاتې جګړه پای ته ورسوو.»

AFP/ن ص/ا ا