افغان ځانگړي ښځينه سرتيري د بهرنيانو تشه ډکوي
۱۳۹۲ فروردین ۱۳, سهشنبهپه داسي حال کې چې د بریتانیا «ایندپیندینت» ورځپاڼي روانه اوونۍ د افغان پوځ او پولیسو له لیکو څخه په میاشت کې د۵۰۰۰ عسکرو د تیښتې خبره کړي ده؛ افغان حکومت وايي چي ښځينه کوماندو به ډير ژر وروزي.
د کابل په ختیځ کې د ښځینه سپیشل فورس لښکر په یو روزنځای کي يو شمېر ښځي ته همدا اوس د جگړې په لومړۍ کرښه کي د جنگ کولو له پاره روزنه ورکول کيږي.
د چارواکو په خبره دغه ښځي به د هغو بهرنیو عسکرو تشه ډکوي چې د شپنیو عمالیاتو پر مهال به یې د افغانستان په کلیو او بانډو کې کورونه تلاشي کول چې دغه موضوع حکومت ته په یوه لوی سرخوږي اوښتې وه ځکه له افغاني دود او دستور سره یي اړخ نه لګاوه.
په دغه روزنځای کي اوس ۲۵ تنو ښځینه سرتیرو ته تمرين ورکول کيږي. له دوی څخه يوه تنه صبرینا وايي:
«دا زما خاوره ده، وطن مي دی، بهرنیانو ته ګوره یو انسان هغه دی یو زه. زه هم غواړم چې همداسي خپل هیواد ته خدمت وکړم، ترڅو چي یو څاڅکی وینه مي په بدن کي وي.»
تر دوو کالو دمخه په دغو لیکو کي ښځي نه وې او د عمالیاتو پر مهال به نارینه وو حتی ښځي هم تلاښي کولې چي د خلکو حساسیتونه یي را پارول. د ملي اردو سپیشل فورسو ته ډیری ځانګړي سرتیري له پولیسو ټاکل کیږي او درې میاشتي زده کړي ور کوي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چي دوی پلان لري د پوځ په لیکو کې د ښځینه سپیشل فورس ځواکونو شمیره لس سلني ته لوړه کړي په داسي حال کې چې اوس دغه شمېره له نارینه وو سره د پرتلي وړ نه ده.
د دغه وزارت د وياند مرستیال جنرال وزیري په خبره دوی د ښځینه ایلیت ځواکونو په روزلو سره تر ډیره د سیمي د حساسیتونو مخه نيولې ده:
«زموږ افغانۍ مېرمني ولي د افغانانو له تلاښي نه شي، خلکو به ویل چې ولي بهرني سرتیري زموږ کورنه تلاښي کوي، اوس موږ دا لوی جنجال ليري کړ او خپلي خویندي او لوڼي مو روزلي دي، چي د کورونو تلاشي وکړي او د خلکو دودونو ته د عملیاتو پر مهال پوره درناوی ولري».
د افغان پوځ د ځانګړي قطعي مرستیال وايي چي سپېشل فورس ځواک ډیر غښتلی او د ناټو پر معیار وسلو باندي سمبال شوي دي. هغه وایي دښمن له هغوی سره د مقابلې توان نه لري ځکه دوی هم په تسلیحاتي او هم فزیکي اړخ کي ډېر کار کړی دی:
«زموږ پوځي وړتیا د ناټو په ستندرد برابره ده او موږ په هر حال کې عملیاتو ته چمتو یو او اولس دي په خپلو کوماندویانو پوره اعتماد ولري».
د دفاع وزارت په وینا اوس په افغان اردو کې۱۰۰۰ تنې ښځي سته او د ملي پوځ ښځینه سرتیرو په اوو سوو عملیاتو کي برخه اخیستې ده.
وزارت وایي دوی په لښکر کي په تقریبي ډول دوي۱۹۰۰۰ ښځو ته اړتیا لري خو دا اټکل ګران دی چې کله به خپلي دغي موخي ته ورسیږي.