افغان پوځ د پاکستان سرحد ته نږدې عمليات پيل کړي
۱۳۹۳ دی ۱, دوشنبه
د افغانستان د دفاع وزارت وياند د دوشنې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر مياشتي ۲۲مه) ويلي دي چي په دغو عملياتو کي ئې تر اوسه ۲۱ تنه وسله وال وژلي او ۳۳ نور ټپيان کړي دي.
کونړ ولايت د پاکستاني طالبانو د پټېدو ځاله بلل سوی دئ. په پيښور کي پر يوه ښوونځی باندي د بريد پړه پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستې ده، چي ويل کيږي مشران ئې له پاکستان سره د افغانستان په سرحدي سيمو کي پټ دي.
د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف تيره اوونۍ کابل ته په خپل سفر کي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه د «تحريک طالبان پاکستان» سره په مبارزه کي د ملاتړ غوښتنه کړې وه.
شريف ويلي ول، چي د پاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله د افغانستان په کونړ ولايت کي پټ دئ. اسلام آباد له ډېر وخت راهيسي له کابله غواړي چي فضل الله ونيسي او پاکستان ته ئې وسپاري.
دغه دواړه گاونډي هيوادونو له کلونو راهيسي يو پر بل باندي تور لگوي، چي په خپله خاوره کي ئې وسله والو ياغيانو ته د پټېدو زمينه برابره کړې ده.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د دوشنبې په ورځ ويلي دي، چي تر ۱۵۰۰ زياتو افغان طالبانو د دغه ولايت پر دانگام ولسوالۍ باندي يرغل کړی دئ.
هغه ويلي دي، چي په دغه يرغل کي د تحريک طالبان پاکستان جنگيالي هم برخه لري. هغه زیاته کړې ده چي په دغه سيمه کي د وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواک ترمنځ له لسو ورځو راهيسي جنگ روان دئ.