افغان مدني ټولنه: پخوانۍ تیروتنې باید بیا تکرار نه شي
۱۳۹۰ آذر ۴, جمعهد مدني ټولنې یو شمیر استازي آلمان ته بلل شوي ترڅو د افغانستان د نړیوال کنفرانس له جوړیدو څخه مخکې خپلې غوښتنې وړاندې کړي. هغوی وایي په تیرو لس کلونو کې «دی تیر وتنې او نیمګړتیاوې باید په بریالیتوبونو بدلې شي.
د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په میاشت کې د بن تر کنفرانس څو ورځې مخکې، د افغانستان د مدني ټولنې استازو، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته خپلې مشخصی غوښتنی وړاندې کړې.
د افغانستان د مدني ټولنې لویه اندېښنه دا ده چې د دولت د وسله والو مخالفینو په خاص ډول د طالبانو سره د روغې جوړې وروسته به د تېرو کلونو لاسته راوړنې تاواني شي.
د افغانستان د پارلمان یوې استازې، شینکی کروخیل، د آلمان ږغ رادیو ته په برلین کې وویل چې هغه د دې مخالفه نه ده چې د طالبانو سره دې خبرې وسي. هغه زیاتوي چې د دې خبرې مخالفه ده چې طالبان دې د بن په کنفرانس کې د افغان دولت تر څنګ د یوه موازي اړخ په توګه برخه ولري. د بن د کنفرانس ریاست د افغان حکومت په غاړه دی او ویل شوي دي چې په دغه کنفرانس کې د حکومت وسلوالو مخالفینو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ۲۰۱۱ کال د نیمایی راهیسي د افغانستان په دننه کې د خلکو نظرونه راټول کړی ول او د هغوۍ پر اساس یې د نومبر د میاشتی پر ۲۳مه په کابل کې خپلی سیاسي غوښتنې او وړاندیزونه اعلان کړل. په دغې پروسه کې د آلمان د فریدریش اېبرت او هانریش بیول مرستندویو سازمانونو برخه اخیستې وه.
د مدني ټولنې استازو د افغان حکومت څخه د نورو تر څنګه دا هم وغوښتل چې د اختلاس پر ضد د مبارزې، د بشري حقونو د ساتنی او د یوه بې طرفه عدلي سیستم د رامنځته کېدو لپاره اغیزمن تدابیر تر لاس لاندې ونیسي. دوی همدا راز له حکومت څخه وغوښتل چې د قضا، حکومت او پارلمان تر منځ ګد کار نور هم باید پیاوړی کړي. د هغوی په غوښتنو کې دا هم راغلي دي چې افغانی ځواکونو ته د امنیت د مسوولیت په ورسپارلو سره باید مدني ارزښتونه هم په پام کې ونیول سي.
په عین وخت کې د افغانستان مدني ټولنې له نړیوالې ټولنې څخه دا غوښتنه هم کړي چې د ملي اردو او پولیسوو په ښه سمبالښت کې برخه واخلي او ویلي یې دي چې پر نورو موازی امنیتی ځواکونو لکه محلی ملیشو باندی دی تکیه و نه سي.
د مدنی ټولنې استازو دغه راز په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان د کړکیچ سیمه ایز او نړیوال اړخونه په پام کې ونیسي او په کړکیچ کی پر ښکیلو هیوادونو سیاسي، پوځي او اقتصادي فشارونه واچوي.
آژانسونه/ غوټي پوپل
کتونکی: مسعود جهش