افغان سوداګر وایې لوړه مالیه نه شي ورکولای
۱۳۸۹ مهر ۲۳, جمعهافغان سوداګر د حکومت له لوري د دوي په سوداګریزو مالونو د لګیدلي مالیې کچه لوړه بولي چې پر وینا یې دوي ته ملا ماتونکي ده.
سوداګر په هیواد کې د سم سوداګریز پلان نه شتون او د حکومت له لورې د هغوي له مالونو شل سلنه مالیه اخیستل هغه څه بولي چې د دوي کاروبار ته یې زیانونه اړولي.
د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال محمود کرزی شکایت کوي که چیرته په سوداګریزو مالونو لګیدلي مالیه ټیټه نه شي نو ډیر سوداګر به په افغانستان کې له پانګونې لاس واخلي. هغه وویل:
«ولي حکومت له سوداګرو شل سلنه مالیه اخلي، د کومې محاسبې پر اساس، د کوم سنجش پر اساس، هغه هیوادونه چې ډیره وده یې کړي، د بلیګې په توګه دوبۍ هلته هیڅ مالیه شتون نه لري.»
په همدې حال کې یو شمیر سوداګر د «مالیات بر عایدات» د قانون له پیچلتیا هم سر ټکوي، او تور لګوي چې د مالې وزارت په خپله کارکونکي د دغه قانون په پلي کولو کې ناتوانه شوي دي.
یوسوداګر د آلمان غږ راډیو ته وویل: «د سوداګرۍ وزارت هر هغه څه چې غواړي هغه تر سره کوي، د مالیې وزارت د سوداګرو ستونزو ته پام نه کوي او نه غواړي چې هغه هواري کړي».
بل سوداګر بیا وویل: «په داسي حال کې چې د حکومت ټکس ډیر زیات دی، زمونږ سوداګرو له بهرنیو سوداګرو سره سیالي نه شي کولای او له همدې امله یې کاروبار له سقوط سره مخامخ کیږي.»
له بل لوري د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت وایې چې پر عایداتو د مالېې سیستم ډیر ساده او د پلي کیدو وړ ده چې په ورته وخت کې د ملک اقتصادي ودې ته په اوسنیو شرایطو کې خورا اغیزمن ثابت شوی دی.
د سوداګرۍ وزیر انوار الحق احدي په دی اړه وویل: «دا چې مالیه لوړه ده دا له مونږ سره په اوسنی وخت کې مرسته کوي چې په اوږد مهال کې خپل اقتصادي حالت ته وده ورکو، د دغو قوانینو په برخه کې له مونږ سره نړیواله ټولنه هم مرسته کوي، مونږ کولای شو چې د دغې مالیې په را ټولولو سره خپله اقتصادي وړتیا لوړه کړو».
د سوداګرۍ او صنایعو د خونو چارواکې او سوداګر وایې که چیرته له دوی څخه لږ مالیه واخیستل شي، له یوه لوري به په ملک کې دننه د پانګونکي کچه لوړه سي او له بل لوري به د حکومت په عوایدو کې هم زیاتوالی راشي.
خو دا هغه غوښتنه ده چې تر اوسه پوری د حکومت او سوداګرو تر منځ لانجي رواني دي او اوس لپاره داسي ښکاري چې افغان حکومت د مالیې د کچې راټیټولو ته کوم ځانګړی پلان تر لاسه لاندي نلري.
جلالزی
کتونکی: عبدالباري حکيم