افغان سرتیري پر بهرنیو سرتیرو ډزې وکړې
۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبه
د ایساف یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ دا خبر تايیدولای شو چې په لغمان ولایت کې د ملي اردو یوه سرتیري د ایساف پر ځواکونو باندې ډزې وکړې. د ایساف ځواکونو هم پر هغه باندې ځوابي ډزې کړي دي چې په پایله کې ئې برید کوونکی وژل شوی دئ.»
د ایساف دې ویاند زیاته کړه چې په دې برید کې هیڅ یو بهرنۍ سرتیری نه دئ وژل شوی. خو د ناټو د پالیسي له مخې ئې و نه ویل چې ایا په پېښه کې کوم بهرنی سرتیری ټپي شوی دئ او که نه.
دا د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ایساف پر سرتیرو باندې وروستی برید دئ. په وروستیو کې د دغه ډول پېښو شمیر زیات شوی دئ. یوازې په روان کې په افغانستان کې ۲۲ دغه ډول بریدونه شوي دي.
تر دې پخوا د سه شنبې په ورځ هم په یوه ورته پېښه کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو. د سې شنبې د ورځې په پېښه کې دوو کسانو چې د افغانستان د ملي اردو یونیفورم ئې اغوستی وو پر خپلو امریکایي ملگرو باندې ډزې وکړې. امریکايي ځواکونو ویلي دي چې دواړه برید کوونکي ئې نیولي دي او پلټڼي ورڅخه کوي.
د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې پر بهرنیو سرتیرو باندې بریدونو ته د «زرغون پر شین بریدونو» نوم هم ورکړل شوی دئ. د سه شنبې د ورځې په برید کې د امریکایي سرتیري له وژل کیدو سره په روان کال کې د دغه ډول بریدونو په پایله کې د وژل شوو بهرنیو سرتیرو شمیر ۳۰ تنو ته رسیدلی دئ.
طالبان له دغو بریدونو څخه د یو شمیر پړه پر غاړه اخلي. هغوی ادعا کوي چې د ملي اردو او پولیسو په صفوفونو کې ئې نفوذ کړی دئ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض