افغان حکومت ۶۵ بندیان آزادوي
۱۳۹۲ بهمن ۲۳, چهارشنبهد آلمان خبري آژانس (ډي پي اې) په یوه رپوټ کې لیکلي دي چې راتلونکي اوونۍ به دغه بندیان د بگرام له زندانه آزاد کړای شي. دغه زندان د بگرام په سیمه کې د متحده ایالاتو د سترې پوځې اډې په گاونډیتوب کې موقعیت لري.
عبدالشکور داد رس، چې د بندیانو د دوسیو د څیړلو د پلاوي مشري پر غاړه لري، نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي: «د امریکا متحده ایالاتو د اعتراض وروسته موږ د دغو کسانو دوسیو ته یو ځل بیا له سره کتنه وکړه او له دغه ډلې څخه به ۶۵ تنه آزاد کړای شي.»
د افغانستان لویې څارنوالۍ هم د دغو کسانو د آزادیدو رپوټ تائید کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پوځونو له دغې پریکړې سره مخالفت ښوولی دی.
د متحده ایالاتو د پوځ له لوري ویل شوي دي: «متحده ایالاتو په څو مواردو کې د دوسیو د څیړلو پلاوي، د افغانستان د ملي امنیت ادارې او د افغانستان لویې څارنوالۍ ته د دغو ۸۸ بندیانو د هر یوه په اړه بشپړ معلومات او شواهد وړاندې کړي دي.»
د متحده ایالاتو پوځ وړاندې ویلي دي چې «د دغو بندیانو آزادول به په افغانستان کې د قانون د حاکمیت له پاره یو سخت گذار وي.» هغوی ادعا کوي، یو شمیر بندیان چې لا تر مخه آزاد شوي دي، بیرته یې جگړې ته مخه کړې ده. د متحده ایالاتو پوځ یادونه کړې ده چې د بندیانو د آزادولو دغه پریکړه به بیرته د افغانستان ښارونو او کلیو بانډو ته د خطرناکو یاغیانو د ستنیدو له پاره لاره هواره کړي.
شاوخوا ۳۰۰۰ بندیان د بگرام په زندان کې دي، چې له دغې جملې څخه پر زیاترو د یاغي توب او یا هم له یاغیانو سره د اړیکو لرلو شک کیږي. د بگرام زندان د تیر کال د مارچ په میاشت کې د متحده ایالاتو ځواکونو افغان حکومت ته وسپاره.