1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت: ناټو دې خپلې اډې نه نړوي

۱۳۹۱ مرداد ۶, جمعه

ناټو له افغانستان څخه له وتو سره په دې هیواد کې خپلې اډې هم ویجاړوي. خو افغانان د دغو اډو د نه ویجاړولو غوښتنه کوي او وایي هغوی غواړي له دې ځایونه څخه گټه پورته کړي.

https://p.dw.com/p/15fDf
انځور: dapd

افغان ولسمشر، د افغانستان د دفاع وزیر او د ولسي جرګې غړو له ناټو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې خپل پوځي تأسیسات او ودانۍ و نه نړوي ځکه چې افغان حکومت غواړي له هغوی څخه ګټه واخلي. افغان حکومت وایي چې د ناټو د اډو له ودانیو څخه به د اړتیا په صورت کې د ښوونځیو او کلینیکونو له پاره کار واخلي.

له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی دﺉ. ناټو له خپلو اډو څخه تر وتلو وروسته، هغه نړوي. هغو د خپل دې کار لامل، د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیت ټیټ والی بولي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې امریکايي او ائتلافي ځواکونو په افغانستان کې د هغو پوځي اډو او ودانیو په نخښه کول او ویجاړول پیل کړي دي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه ترې کار نه شي اخیستی او نور له عملیاتي نظره اهمیت نه لري.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال سیامک هیروي، وایي چې ولسمشر کرزي د دفاع وزیر رحیم وردک، ته امر کړی دئ چې د ايتلافي ځواکونو له لوري د دغو ودانیو او اډو د نړولو مخه ونیسي.

هیروي زیاتوي چې دا ودانۍ په ډیر پرمختللي شکل جوړې شوې دي او افغان حکومت له هغو څخه د کار اخیستلو هیله لري:

«موږ له ناټو او نړیوالې ټولنې دا غوښتي دي چې هغه تأسیسات چې دوی ورڅخه کډې باروي ویجاړې نه کړي چې موږ وکړای شو له هغو څخه د عامه تأسیساتو په توګه کار واخلو.»

ځیني رپوټونه ښیي چې ناټو په افغانستان کې یو شمیر ډیرې پرمختللې ودانۍ نړولي دي. غربي مطبوعات وايي چې ناټو تیره میاشت د «سیرکو» په نوم کمپنۍ ته د ۵۷ ملیونه ډالرو په ارزښت قراداد ورکړی دئ چې د درو کلونو په لړ کې په افغانستان کې د اډو او تاسیساتو د نړولو پلان جوړ او پلی کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر یو غړی جنرال دولت وزیري، وایي چې افغان دولت کولای شي له دغو تأسیساتو څخه په ډیره اغیزناکه توګه د پوځي اهدافو له پاره کار واخلي ځکه چې افغان ځواکونه په ډیرو برخو کې د ناټو په معیار د تاسیساتو له نه لرلو کړیږي:

«په ولایتونو کې د ناټو ستراتیژیکې ودانۍ او تاسیسات موږ ته ډیرې مهم دي ځکه چې هغه ډیرې کلکي ودانۍ دي. همداراز د ناټو یو شمیر تخنیکي او محاربوي تأسیسات هم موجود دي چې که چیرې هغو ته اړتیا ولرو هغه د یوې مودې له پاره راسره ساتو او که ئې اړتیا و نه لیدل شي نو له منځه ئې وړو.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې منشي فرهاد عظیمي، وایي چې ناټو په تیرو کلونو کې د دغو مرکزونو په جوړولو ډیر لګښت کړی دئ او نه باید اوس له خاورو سره خاوري شي:

«له پوځي اسرارو پرته چې ناټو ئې باید په دغو اډو کې پرې نه ږدي، نور هر څه باید افغان دولت ته وسپارل شي او دا منطق نه لري چې موږ ته وران او ویجاړ تأسیسات پر ځای پریږدي. موږ له دې اډو د کلینیکونو، ښوونځیو او نورو ادارو له پاره کار اخیستلی شو.»

د ناټو قومندانان وايي چې افغان چارواکو ته دا فرصت ورکوي چې تر نړیدو مخکې د دغو ودانیو د ترلاسه کولوغوښتنه وکړي خو افغان چارواکي عموماً پر وخت اقدام نه کوي. د امریکا د پوځ په خبره د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو شمیر دوو لکو ته رسیږي، دوی لوژیستیکي ظرفیت نه لري چې خپلې اډې په تیره بیا هغه چې په لیري دښتو او غرو رغو کې دي وساتي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش