1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

افغان حکومت د هندوانو او سیکانو عبادتځایونه رغوي

۱۳۹۸ بهمن ۲۳, چهارشنبه

افغان حکومت د هندوانو او سکانو د اتو مذهبي ځایونو د بیارغونې له پاره ۵۰ میلیونه افغانې اختصاص کړي دي. د ولسمشر سلاکار سندپال سنګ خالصه وایي چې د دغو عبادتځایونو د بیارغونې کار به په نوي لمریز کال کې پيل شي.

https://p.dw.com/p/3Xg8m
Afghanistan Hinduismus in der Provinz Nangarhar
انځور: DW/O. Deedar

د افغانستان حکومت د ۱۳۹۹ه ش کال په بودیجه کې ۵۰ میلیونه افغانۍ په هیواد کې د هندو او سک اتباعو د مذهبي ځایونو د بیارغونې له پاره اختصاص کړي دي. تیر کال یوازې ۲۰ میلیونه افغانۍ د دغو مذهبي ځایونو د بیارغونې له پاره ځانګړې شوې وې. د افغانستان د هندوانو او سکانو ټولنې د دې ګام هرکلی کړی دی.

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار سندپال سنګ خالصه، دویچه ویله ته په دې اړه وویل چې په ټول هیواد کې زمونږ ۶۳ درمسالونه، مندرونه او عبادتځایونه موجود دي چې دا ټول بیارغونې ته ضرورت لري. خو دغه پيسې د اتو مذهبي ځایونو د بیارغونې له پاره اختصاص شوي دي. هغه وویل: «نه شو کولی خپل ټول مذهبي ځایونه په یو وار ورغوو او پر حکومت فشار راولو.»

له دې بودیجې څخه په استفادې به د کابل په کارته پروان کې یو درمسال، درې درمساله د شوربازار په سیمه کې، یو معبد په غزني، یو عبادتځای په ننګرهار، یو درمسال په ګردیز او یو درمسال به په خوست ولایت کې له سره ورغول شي. خالصه زیاتوي چې د دغو درمسالونو او عبادتځایونو د بیارغونې کار به په نوي هجري لمریز کال کې پیل شي.

نوموړی چې د افغانستان په حکومت کې د هندوانو او سکانو د ټولنې استازیتوب کوي، زیاتوي: «په ډیرو دغو ولایتونو کې هندوان او سکان ژوند نه کوي، خو موږ د مذهبي ځایونو بیارغونه کوو، څو تاریخ مو ژوندی پاتی شي او خلک پوه شي چې یو وخت په دغو ځایونو کې د سک او هندو مذهبونو پیروانان ژوند کاوه.»

اوسمهال د ننګرهار، کابل او غزي په ولایتونو کې د هندو او سک مذهبي اقلیت یوازې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ ژوند کوي چې زیاتره یې آزاد شغل لري.

د جګړې او تاوتریخوالي د کلونو په اوږدو کې د هندوانو او سکانو ډیري کورنۍ اړ شوي دي چې له افغانستان څخه ووځي. د جګړو پر مهال د دغو اقلیتونو ډیري عبادتځایونه ویجاړ او کورونه او دارایانې یې غضب شوي دي.

دویچه ویله: ش.ن/ن.ز