افغان او امریکایي ولس مشرانو خبرې کړي دي
۱۳۹۰ مرداد ۲۲, شنبهافغان او امریکايي ولسمشرانو د نیم ساعت لپاره د ويديو کنفرانس له لارې د يو بل سره لیدلي دي. د متحده ايالتونو د ولسمشر د ماڼۍ د خبر پاڼي له مخي اوباما او کرزي د مسلمان هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکي غوڼډي په اړه چي په استمبول کی تر سره کیږی هم بحث کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چي دواړو مشرانو د بن د دویم کنفرانس په اړه هم خبري کړي. زياته سوې چي دوی پر دې خبري هم کړي چي امريکا او افغانستان څنگه يوه اوږدمهاله ستراتيژيکي ملگري درلودلای سي.
د سپیني ماڼۍ په خبر پاڼه کي راغلي چي افغان ولسمشر حامد کرزی او امریکایی سیال یې په افغانستان کي د امینت د انتقال د بهیر په لړ کي د افغان او بهرنیو ځواکونو پرمختګونه هم وڅیړل.
د خبر پاڼي له مخې امریکایي او افغان مشرانو په افغانستان کي د سولي د بهیر، د افغانستان په موضوع کي د سمیزو هیوادونو د ښکېلتیا او د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږد مهالو اړیکو په اړه هم خبری کړي دي.
اوباما یوه ورځ وروسته له هغه د افغان ولسمشر سره د ویدیو کنفرانس له لاری لیدلي چی افغانستان ته د خپل سفیر او په دغه هیواد کي د ناټو د ځواکونو د مشر څخه یي د افغانستان د حالاتو په هکله تازه معلومات تر لاسه کړل.
د سپینی ماڼی لخوا د خپرې شوي خبر پاڼي په حواله افغانستان ته د امریکا نوی سفیر او د ناټو د ځواکونو نوی مشر د افغانستان سره د لا ښو اړیکو د جوړولو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزلو لپاره کار کوي.
اوس مهال د افغانستان د ډیری برخو امنیت د بهرنیو ځواکونو لخوا ساتل کیږي خو د پلان له مخي به د 2014 کال تر پای پوري د ټول افغانستان امنیتي چاري د دغه هیواد امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.
وروسته له دغي مودي به بهرني ځواکونه یوازې د پولیسو او اردو په روزلو کي ښکیل وي او د جګړي ډګر به افغان امنتی ځواکونو ته پریږدي.
آژانسونه / مسعود جهش
کتونکي: احمد ولی اڅکزی