افغاني غالیو د دوبۍ په نندارتون کي لومړی مقام وگټه
۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبهد افغانستان د سوداگرۍ وزیر انور الحق احدي، د چهار شنبې په ورځ په کابل کي یوه خبري کنفرانس ته وویل چي د دغه شان ننداتونونو له جوړیدلو سره د افغاني غالیو بازار لا تودیږي. احدي زیاته کړه چي غالۍ افغانستان د نړیوال اقتصاد په ډگر کي معرفي کوي.
د غالیو صنعت رقیب نه لري
د غالۍ جوړول د افغانانو ډیر پخوانۍ کسب دئ چي اوس هم ډیري کورنۍ له دې لاري پیسي گټي. د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وایي چي په دغه برخه کي پانگه اچونه ډیره گټه لري.
د افغانستان د سوداگرۍ وزارت زیاتوي چي که څه هم د نورو صنعتونو په برخه کي د افغانستان له پاره رقابت کول ډیر سخت کار دئ خو د غالیو په سکتور کي ډیر رقابت نشته.
دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د سوداگرۍ وزیر ویلي دي چي په نړۍ کي د اقتصادي بحران له کبله زینتي توکو ته چي غالۍ هم د هغي جملي ده ،تقاضا راټیټه شوې ده.
ویل کیږي چي په روان کال کي د افغانستان د غالیو صادرات ۷۰ سلنه راټیټ شوي دي. خو د افغانستات د سودا گرۍ وزارت وایي چي دغه ارقام دقیق نه دي او په دې برخه کي لا دقیق ارقام په لاس کي نه شته.
احدي وویل چي په هیواد کي د کار د زمینو د رامنځ ته کیدو له کبله ډیر شمیر غالۍ اودونکو نورو کارونو ته مخه کړې ده. هغه زیاته کړه چي د غالیو صنعت د افغانستان له پاره ډیر اهمیت لري او افغان حکومت به ئې د رشد له پاره لا ډیري هڅي وکړي.
د احدي په خبره د غالۍ اودولو دوه صنعتي پارکونه به د جلال آباد او اندخوي په ښارونو کي جوړ شي او د افغانستان دننه به د غالیو د قیچي او پرېوللو زمینې برابري شي.
اوس مهال په افغانستان کي ډیري غالۍ تولیدیږي او پاکستان ته د قیچی او پرېوللو له پاره استول کیږي. دغه غالۍ بیا وروسته د پاکستان د تولیدات په نوم په نړیوالو بازارونو کي پلورل کیږي.
تر دې مخکي د افغانستان غالۍ د انفرادي سوداگرو له خوا نړیوالو بازارونو کي پلورل کیدي خو اوس په افغانستان کي یو خصوصي شرکت په دې برخه کي پانگه اچونه کړې ده.
مسعود جهش (دویچه ویله)
کتونکی: نجیب الله زیارمل