1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د یهودانو د ژوند په اړه اسناد

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس، واشنګټن پوست)۱۳۹۱ دی ۱۵, جمعه

د اسرائیلو ملي کتابتون د پنجشنبې په ورځ یو شمیر داسې اسناد نندارې ته وړاندې کړل چې ښيي څه نا څه زر کاله پخوا په افغانستان کې یهودانو ژوند کاوه. دا په افغانستان کې د یهودانو د ژوند په اړه لومړني موندل شوي تاریخي اسناد دي.

https://p.dw.com/p/17Db8
انځور: Menahem KahanaAFP/Getty Images

یادښت: انځور له ارشیف څخه.

دغه اسناد څه نا څه دوه کاله مخکې د افغانستان په شمالي سیمو کې موندل شوي ول. له مذهبي لحاظه یهودان ټول هغه اسناد چې د خدای نوم په کې یاد شوي وي، یا خو په ځمکه کې ښخوي او یا یې په کوم ځای کې د اوږدي مودې له پاره ساتي. له همدې کبله دغه زر کلن اسناد هغه وخت د غرونو په سورویو کې ایښودل شوي ول. ویل کیږي چې د غرونو د هوا د سړښت له کبله، موندل شوي اسناد ښه پاتې شوي دي.

د اسرائیلو د ملي کتابتون مشر پروفیسور هګای بن شمای، وویل: «دا لومړی ځل دی چې موږ دومره ډیر اسناد تر لاسه کوو چې د هغو یهودانو کلتور او فرهنګ ښيي چې د یوولسمي پیړۍ په پیل کې یې په هغه سیمه کې ژوند کاوه.»

هغو اسنادو ته چې یهودان یې یا ښخوي او یا یې په سوریو کې پټوي «جنیزا» ویل کیږي. په هغه جنیزا کې چې په افغانستان کې موندل شوې ده، په سلهاوو اسناد شامل دي. خو دغه ټول اسناد بیت المقدس ته نه دي رسیدلي.

اسرائیلي چارواکو د دغو اسنادو له ډلې څخه په وروستیو وختونو کې له یوه پلورونکي څخه ۲۹ سندونه رانیولي دي او هغه یې د پنجشنبې په ورځ نندارې ته وړاندې کړل. دا چې دغه اسناد په څومره بیې رانیول شوي دي او له کومې لارې اسرائیلو ته رسیدلي دي، د اسرائیلو ملي کتابتون په دې اړه له جزییاتو ورکولو څخه ډډه کوي.

تر دې مخکې په قاهره کې هم د هغي سیمې د یهودانو د ژوند په اړه په زرهاو اسناد موندل شوي ول. د اسرائیلو د ملي کتابتون مشر وایي چې لا تر اوسه پورې وختي دی چې په دغو دوو سیمو کې موندل شوي اسناد سره پرتله شي.

پروفیسور هګای بن شمای، زیاته کړه چې موندل شوي اسناد له تاریخي لحاظه ډیر غني دي چې په هیبرو او عربي ژبو لیکل شوي دي. د هغه په خبره دغه اسناد به ډیر ژر د انترنت له لارې د ټولو په اختیار کې کښېښودل شي.

د دغه اسرائیلي پروفیسور په خبره دا له تاریخي لحاظه لومړني موندل شوي اسناد دي چې د نړۍ په دې برخه کې د یهودانو د ژوند په اړه معلومات ورکوي.